.png)
له ۱۴۰ جریبه زیاته هغه ځمکه چې د ولسمشر غني په حکم په الکوزي شرکت پلورل شوې وه، دولتي نه، بلکې د کربلاخان خپله ځمکه ده.
هغه سندونه چې د پیک څېړنیز مرکز ته رسېدلي ښيي چې د کابل په دهسبز ولسوالي کې له ۱۴۳ جریبو ډېره ځمکه چې د کربلاخان د ورثې ده، د ولسمشر محمداشرف غني لهخوا له هر ډول داوطلبۍ یا مزایدې پرته، هر متر مربع د ۱۶۷ افغانیو په بدل کې په الکوزي شرکت پلورل شوې ده. په داسې حال کې چې د املاکو په ازاد بازار کې د دغې ځمکې د هر متر مربع بیه له ۵۰۰ تر ۶۰۰ امریکايي ډالرو ښودل شوې ده.
دغه ځمکه له ختیځ نه د ترهخېلو په استوګنیزه سیمه، له لوېديځ نه په کابل هوايي ډګر، له شمال نه د ترهخېلو په غونډۍ او له سوېل نه د کابل ـ جلالاباد له لویې لارې سره نښتې او اوس د الکوزي شرکت په واک کې ده. له دغې ځمکې د کانټینرونو دېوال تاو شوی او د شرکت مسوولانو او د ځمکې ساتونکيو د پَیک خبریال ته اجازه نه ده ورکړې چې تصویرونه یې واخلي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت چارواکي هم مني چې یاده ځمکه د کابینې غونډې د ۱۳۹۴ کال د کب میاشتې د ۴۱مې ګڼې مصوبې له مخې په الکوزي شرکت پلورل شوې ده. په داسې حال کې چې د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال په وینا، په الکوزي شرکت د یادې ځمکې د پلورلو وړاندیز د کابینې ته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري یادوي.
که څه هم د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې په یوه رسمي مکتوب کې د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په ۱۳مه له مالیې وزارت نه د پلورل شوې ځمکې د څښتنې فاطمې د موکل عبدالغني د ادعا په اړه معلومات غوښتي، خو د مالیې وزارت ویاند وايي چې د دغه وزارت د املاکو ریاست د ځمکو او ښارجوړونې له وزارت سره مدغم شوی او اوس دغه موضوع په دوی پورې اړه نه لري او نه هم په دې اړه څه وايي. خو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مسوولان هم ټینګار کوي چې په دغې اداره کې د یادې ځمکې قباله یا هم د پلورلو سند نشته.
په داسې حال کې چې د کابل ولایت د مخزن امریت په نوم د دهسبز ولسوالي د محکمې یو رسمي مکتوب چې د ۱۳۹۳ کال د کب په ۹مه نېټه صادر شوی، ښيي چې پلورل شوې ځمکه د ۱۰۲ پر ۱۰۱۲ شمېرې شرعي قبالې لرونکي کس د ملکیت اړوند ۱۷۰ جریبه ځمکې یوه برخه ده چې د کربلاخان په نوم ثبت او ساتل شوې ده.
د ځمکې اصلي مالک او د شرعي قبالې لرونکی «کربلاخان» په ۱۳۴۹ هجري کال کې مړ شوی او د فاطمې په نوم یوازینۍ لمسۍ یې چې اوس په جرمني کې اوسېږي، د یادې ځمکې څښتنه ده او یو خپل یې عبدالغني د محمدعلي زوی خپل «ټولواک» وکیل ټاکلی دی.
د عبدالغني له لوري د سندونو او وړاندې شوې شرعي قبالې پر بنسټ، دغه ۱۷۰ جریبه ځمکه د افغانستان د وروستي پاچا محمدظاهر شاه له لوري په ۱۳۳۳ کال کې د غوره خدمت او سرښندنو په بدل کې د هغه وخت دوو جګ پوړیو چارواکیو «کربلاخان او حسینعلي خان» ته ډالۍ شوې ده.
.png)
له هغه وروسته چې الکوزي شرکت په ۱۳۹۵ کال کې په خپل نوم اخیستل شوې ځمکه کې یوشمېر کانټینرونه کېښودل، عبدالغني د کابل په امنیې قومانداني کې عریضه وکړه او پر دغې ځمکې د رغونې کارونو درولو لپاره یې له پولیسو د مرستې غوښتنه وکړه، خو د عبدالغني غوښتنه او اعتراض ځای ونه نیوه او الکوزی شرکت خپل کار ته دوام ورکوي.
د کابل د اراضي ریاست د ۱۳۹۸ کال، د سلواغې میاشتې په ۲۴مه په یوه رسمي مکتوب کې لیکلي چې: « د الکوزي شرکت د شپږو فابریکو د جوړېدو او اصلاحاتو لپاره د ۱۴۳،۴۵ جریبه موازي ځمکې پلورل تصویب شول او اوس سیمه د الکوزي شرکت په واک کې ده.»
دغه راز د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي مرستیال د امنیتي چارو د سرپرست مرستیال عصمتالله نېکزاد په لاسلیک یو بل مکتوب چې د ۱۳۹۸ کال د لړم په ۲۶مه صادر شوی، د پولیسو له نهمې حوزې غوښتل شوي چې د الکوزي شرکت مسوول د پوښتنو لپاره جلب او له مدعي سره یوځای یې د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون ته ور ولېږي.
د کورنيو چارو وزارت وياند د کابل د نهمې امنيتي حوزې د پخواني امر فواد شاهي چې اوس مهال د ياد وزارت په لوژستکي برخه کې کار کوي، په موندلو کې مرسته ونه کړه تر څو د پيک د خبريال پوښتنو ته ځواب ووايي.
د کابل د امنيې قومندانۍ وياند هم وايي چې په دې اړه معلومات نه لري.
له بلې خوا د ولسي جرګې د شکاياتو د کميسيون مرستيال حمیدالله توخي وايي چې عبدالرحمن الکوزی تر ډېره له افغانستانه بهر وي او همدې لپاره تر اوسه پورې دې کميسيون ته نه دی حاضر شوی.
د الکوزي شرکت چارواکيو سره د نظر اخيستلو لپاره د پيک د خبريال اړيکې نيول هم بې پايلې شوې او د ې شرکت هېڅ مسوول خبرو کولو ته چمتو نه شول.
د سترې محکمې ویاند هم د يادې قضیې په اړه څه ونه ویل او د پيک د خبريال وروستيو ټيليفوني اړيکې يې هم ځواب نهکړې.
له دې سره يو شمېر د چارو شنونکي او حقوقي کارپوهان په دې باور دي چې د ځمکو د استملاک د قانون له مخې هېڅوک حتا ولسمشر نه شي کولای چې په افرادو ځمکې او نور دولتي ملکيتونه وپلوري.
د حقوقدانانو د انجمن د غړي وحيد فرضهيي په وينا، د شخصي ځمکو په بحث کې د ځمکو د پلور او د هغوی څرنګوالی مالک پورې اړوندېږي.
د افغانستان د رونټيا د څار بنسټ هم په اوسني حکومت کې له سیاسي چلند او امتیاز سره په ګډه د دولت او شخصي ملکیت اداره کولو په څرنګوالي نیوکه کوي او وايي چې یوازې په قانوني توګه او د اوطلبۍ له لارې بايد دا چاره ترسره شي.
.png)
د رونټيا د څار بنسټ د عدالت غوښتنې او عامه اړيکو مسوول ناصر تیموري په دې باور دی چې د دولت له لوري د ځمکو ورکړه يوازې په داوطلبۍ توګه قانوني ده.
د ولسي جرګې غړی عبدالرووف انعامي په دې باور دی چې په وروستيو دوه لسيزو کې نه يوازې دا چې دولت نه دی توانېدلی چې غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي بلکې په ځينو مواردو کې يې يو شمېر ځمکې د سوداګرو د ملاتړ په بهانه شرکتونو او پانګهوالو ته په وړيا توګه ورکړې دي.
انعامي يادو کړنو باندې په نيوکې سره واي: « د ملي يووالي د حکومت له لوري ډېرې ځمکې پلورل شوې دي چې پيسې يې هم د دولت خزانې ته نه دي اچول شوي.»
په وروستي مورد کې يې هم ويلی شو چې څه موده وړاندې ولسمشر غني د مرکزي سيلو ۴۱ جريبه ځمکه کاردان خصوصي پوهنتون ته ورکړې وه.
د يادولو ده چې د يادې ځمکې د پلور طرحه د ولسمشر له لوري په امريکا د افغانستان د سفيرې رويا رحماني ورور ته ورکړل شوې ده.
خو د رسمي سرچینو سندونه، شرعي قبالې او راټول شوي معلومات ښيي چې «ځمکه» د کربلاخان د ورثې جایداد دی او د استملاک قانون پر بنسټ؛ د ځمکې پلور او چا ته یې پرېښودل، یوازې د ځمکې د اصلي څښتن واک دی. خو د ورثې ووکیل اوس د خپل موکل ځمکې ته لاسرسی نه لري او له حکومت نه عدالت غواړي.
که څه هم د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال ویلي چې موضوع به د چارو ادارې له لوري وڅاري، خو تراوسه یې هېڅ پایله نه لرلې او دغه راز، د مالیې او ښار جوړولو او ځمکو وزارتونو، سترې محکمې او نورو اړوندو ادارو مسوولان دا مسوولیت د یو بل غاړې ته وراچوي او په دې اړه ځواب ویل یې هم یو بل ته پرېښي دي. یا هم د ځمکې د پلور او سپارلو اړوند داسې معلومات او سند نه ورکوي چې دا ځمکه دولتي ثابته کړي او په تړاو یې هر ډول دعوه هم باطله وښيي.
د چارو یوشمېر شنونکیو په باور، له مسوولیته تېښته او په کمه بیه یوه سوداګریز شرکت د نادولتي ځمکې پلور، یو سیاسي فساد او په نظام کې سېستماتیک فساد یادوي او د شخصي ګټو لپاره دا ډول اقدامات ظلم او یوه ولسواکه ټولنه کې د عدالت تر پښو لاندې کولو په مانا بولي.





