د هغه سرتېري کیسه چې ځانمرګی بریدګر ته یې غاړه ورکړه

د شریک ژوند د بقا له‌پاره یې کال مخکې د اسلامي ـ افغاني دودل له مخې د ژوند د شریکې د پيداکولو په پار کوژده وکړه. ممکن دوښمن ته هر ګوته په ماشه ناست سرتېری حتمي دا ارمان ونه‌لري چې ده دې د ژوند پېټی د دې له‌پاره په اوږه کړی وي چې د دوښمن د دفع‌کولو په پار به خپل څو ټغره هېوادوال د مرګ له‌ کومې بچ کړای شي؛ خو دا چې «دی» دې «اول ځان دی بیا جهان دی» تابو ماته کړي او نور دې وژغوري؛ عادي خبره نه‌ده.

دی د ملي‌اردو سرتېری محمدعمر دی؛ هغه سرتېری چې پرون (د اګسټ پر ۵مه) ماښام‌مهال یې د ننګرهار د بهسودو پُل سره نږدې د تالاشۍ په یو ځای کې ځانمرګي بریدګر له پېژندلو وروسته هغه ته په غاړې‌ ورکولو ځانمرګی د خلکو له ګڼې – ګوڼې وویست؛ خو هغه ځان ته چاودنه ورکړه او د ده په ګډون یې ۴ هم‌سنګري وور ووژل او د یو ملکي په ګډون یې دوه نور ور ټپيان کړل.

محمدعمر شاوخوا پنځه‌نیم کاله د هېواد په دښتو او رغو کې، په اوړي او په ژمي، په باد، باران، ږلۍ او واورې کې د دې هېواد د دفاع په پار د پوځي یونیفورم له اغوستلو ستړی نه‌شو. که څه هم د ده میاشتنی عاید دومره نه و چې له یوې یې دوه کړي؛ خو ایله به یې دومره ګټله چې خپله ۶ کسیزه کورنۍ پرې وساتي. ده ته که لومړیتوب و چې د دې وطن وګړي دې ارامه ساه واخلي.

شاوخوا دوه‌ویشت‌ کلن عمر د پلار څلورم او کشری زوی و؛ خو د هغه د زیرکتیا او کورنۍ سره د ځانګړې مینې له امله یې ټوله کورنۍ همده ته ورترغاړې وه.

دی په بشپړ ډول په یوې پوځي کورنۍ کې زېږدلی و، پلار یې د ډاکټرنجیب‌الله د حکومت منصبدار و؛ خو په‌دې نظام کې بې‌دندې دی. تر ده ۳ مشران وروڼه یې هم د پوځ سرتېري وو.

د پوځ د دې سرتېري مشر ورور محمدحقیار سلام‌وطندار سره په مرکې کې وویل، د دوی کورنۍ له اره د لغمان د الینګار ولسوالۍ وه؛ خو دا چې دوی ټولو حکومتي دندې لرلې؛ نو اړوو چې مهترلام ښار ته وکوچېږي.

محمدعمر یو ځل له پوځي دندې ترخیص اخستی و؛ خو اقتصادي بې‌خوندۍ او هېوادنۍ مینې نه پرېښود چې له‌دې دندې لاس واخلي او همدا وو چې دویم‌ځلي یې قرارداد وکړ.

د عمر د کورنۍ په حواله، هغه به ویل، هله به واده وکړي چې د خپلې کوژدې او کورنۍ ټول ارمانونه پوره کړي.

حقیار ـ چې په سترګو کې یې د حسرت نښې ښکاري ـ وايي، ورور به یې له ټولې کورنۍ او ګاونډیانو سره ښه رویه کوله؛ په همدې اساس په ټولو ګران هم و.

د محمدعمر ورور حقیار وايي، پر کورنۍ یې د ویر ټغر خپور دی؛ خو خوشاله دي چې د دې کورنۍ زوی د هېواد او خلکو د ژغورولو په پار مرګ ته غاړه ورکړه.

د هغه مور او کوژدن د عمر د مرګ له خبر سره بې‌هوښه شوې‌وې؛ د مور روغتیايي حالت یې اوس ښه دی؛ خو کوژدنه یې لا هم د مهترلام په روغتون کې د مرګ او ژوند په بې‌برخلیکه حالت کې پرته ده.

محمد عمر د ۲۰۱ سېلاب قول‌اردو اړوند څلورمې لوا کې دنده لرله.

د هغه د سنګر ملګری رضوان‌الله وايي، محمدعمر هېواد کې روانو حالاتو ته سخت خواشینی و، د هغه ارماني و چې هېواد کې جګړې او وژنې پای ومومي او سوله‌ییزه فضا حاکمه شي.

د ده په وینا، په عمر د ښو اخلاقو تمامه وه او همدا لامل و چې ټولو ورسره مینه کوله.

دا موضوع له تېرې ورځې د رسنیو او په ځانګړي ډول د خواله رسنیو د سر موضوع ده. ډیر فېسبوک کاروونکي محمدعمر د «اتل شهید» په نوم یادوي.

د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکیو د هغه د سرښیندې او درناوي په اړه بېلابېلې لیکنې کړي او غوښتنه یې کړې چې د پېښې سیمه کې نږدې درې‌لارې دې د محمدعمر په نوم شي.

د فېسبوک کاروونکي رضوان الله شپون لیکلي:«…هېڅوک لېوني نه‌ دي چې د پنځلس، شپاړس زرو افغانیو میاشتني معاش په بدل کې ځانمرګي/مرګ ته غاړه ورکړي، دا کار یوازې او یوازې هغوی کولی شي چې په وجود کې یې د وینې پرځای د وطن/ ولس مینه غورځنګونه وهي… دا له خلکو او وطن سره د مینې نادره او کم‌سارې بېلګه ده».

په ټولنیزو رسنیو کې بیا د وژل شوي محمدعمر د کورنۍ له‌پاره د مرستې کمپاین هم پیل شوی او ځېنو خو لا ورته د انلاین مرستې ټولول هم پیل کړي‌دي. ځېنو د همدې مرستو راټولولو پرمهال نظرونه ورکړي چې زموږ له‌پاره د هر قرباني شوي اتل کورنۍ له موږه بدتر ژوند لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام