
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو له پیل راهیسې تر اوسه ۳۰ امنیتي پېښې ثبت شوېدي.
د هغې په وینا، دغو پېښو کې ۲۴۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
«کوم تلفات چې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال شویو چاودنو او نورو کوچنیو پېښو ۵۴ تنه افغانان وژلي او ۱۸۶ نور یې ټپیان کړيدي. د دې په خبره، دا د دوی ثبت شوي ارقام دي، ممکن له دې هم ډېر وي؛ خو دوی یې په ثبتولو نهدي توانیدلي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره زیاتوي، د کاغذي تذکرو وېشلو په ترڅ کې هم شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.
مېرمن سمر له امنیتي بنسټونو غواړي، د رایو ورکولو په ورځ د رایو ورکوونکیو امنیت تامین کړي چې افغانان په امن فضا کې د رایو ورکولو صندوقونو ته لاړ شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره همدارنګه وايي، له بایومتریک سیستم څخه ګټه اخېستل ډېر وخت ته اړتیا لري او دغه کمېسیون اندېښمن دی چې په شرایطو برابرو ټولو هېوادوالو ته دې د رایو ورکولو فرصتونه برابر شي.





