د هرات د ولایتي شورا غړی غلام حبیب هاشمي ادعا کوي چې د کامران علیزي ساتونکي نن له غرمې مخکې ولایتي شورا ته ور ننوتلي او تر لفظي شخړې وروسته یې د شورا یوشمېر وکیلان وهلي ډبولي دي.
د نوموړي په وینا، د علیزي ساتونکیو تر لفظي شخړې او هوايي ډزو وروسته د ولایتي شورا درې غړي وکیل احمد کروخي، عبدالرحمان مرادي او محمدسردار بهادري د هغوی له ۵ ساتونکیو سره ډبولي دي.
هاشمي زیاتوي، د ولایتي شورا د رییس ساتونکیو پر ده هم برید کړی دی.
د هرات د ولایتي شورا دغه غړی وايي، د ولایتي شورا د رییس ساتونکیو ځکه یاد وکیلان وهلي چې د کامران علیزي په اړه یې د هرات محلي چارواکیو ته شکایت کړی و.
په همدې حال کې د هرات د ولایتي شورا یو بل غړی مهدي حدید وايي، د ولایتي شورا دوو غړیو وکیل احمد کروخي او عبدالرحمان مرادي ته د کامران علیزي د ساتونکیو له لوري سپکاوی د یادې نښتې لامل شو.
د هرات محلي چارواکیو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
هڅه مو وکړه چې د هرات د ولایتي شورا د رییس کامران علیزي نظر هم واخلو، خو له اړیکو سره سره و نه توانېدو.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د هرات د ولایتي شورا د رییس او غړیو ترمنځ لانجې ډېرې شوې دي.