نن سهار شاوخوا لس بجې څلورو بریدګرو غوښتل چې د ننګرهار پر پوهنې ریاست برید وکړي؛ د امنیتي ځواکونو لهخوا یې مخه ونیول شوه.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې پخلی کړی او وايي چې لومړی یو ځانمرګي بریدګر د جلالاباد ښار څلورمې ناحیې کې د پوهنې ریاست مخې ته ځان ته چاودنه ورکړې او پاتې درې نور بریدګر د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شويدي.
دی زیاتوي، دغو بریدګرو پر پوهنې ریاست د برید پلان لرلو.
دی د ملکیانو د ځاني زیان په اړه معلومات نهلري.
په ورته وخت کې بیا د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیبالله کامهوال وايي، تر اوسه لهدې بریده روغتون ته ۱۰ ملکي ټپیان ور وړل شوي چې پهدې کې د یو روغتیايي وضعیت وخیم دی.
خوږیاڼی وایي، بریدګرو یو موتربم هم د برید لهپاره هم چمتو کړیو چې د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ کړای شو.
سیمه کې عیني شاهدان وایي، لومړی یوه کس ځان ته چاودنه ورکړه او وروسته نور بریدګر د امنیتي خواکونو له لوري وویشتل شول.
د برید په پیل کې سیمې کې ډزې هم وې؛ خو اوس چارواکي وایي، سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوېده.
د ننګرهار پوهنې ریاست او طب پوهنځی خوا په خوا پراته دي.
تر اوسه هېڅ کومې وسلهوالې ډلې د دې برید مسوولیت نهدی منلی؛ خو یوه اوونۍ مخکې داعشیانو خبرداری ورکړی و چې دوی به د ننګرهار د نجونو ښوونځي د خپلو درنو بریدونو لاندې راولي.