یوه ۹ کسيزه ترهګریزه ډله چې پر حسیني عزادارانو یې د برید قصد درلود، نیول شوې

کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي د پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې یوه ترهګریزه ډله چې پر حسیني عزادارانو یې د برید قصد درلود، نیولې ده.

د خبرپاڼې له مخې یاد عملیات تېره شپه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ترسره شوي چې په پایله کې يې د یوې ښځې په ګډون د ترهګرو ۹ کسیزه ډله چې غوښتل یې په کوټې‌سنګي سیمه کې پر حسیني عزادارانو برید پلان کړي، د چاودېدونکيو توکيو له دوه واسکټونو او شپږ کړۍ بمونو سره یو ځای نیول شوې ده.

خبرپاڼې زياته کړې چې يادو ځواکونو همداراز د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.

کورنيو چارو وزارت ويلي چې امنيتي ځواکونو په کابل کې د حسیني عاشورا د ورځو د امنیت ساتنې په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او هېچاته به اجازه به ور نه کړي چې د يادو مراسمو امنیت مختل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام