د ننګرهار هندوان او سکان وايي، دې ولایت کې پر دوی له شوي ځانمرګي برید وروسته، د ټولو قربانیانو کورنۍ هندوستان ته کډه شوي دي.
د دوی په وینا، که څه هم د نورو افغانانو په څېر د هېواد لهپاره هرې قربانۍ ته حاضر دي، خو دلته یې نه یوازې ژوند خوندي نهدی، بلکې حکومت هم ورته پام نهکوي.
افغان هندوان او سکان د روان لمریز کال د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه جلالاباد ښار کې هغه مهال ځانمرګي بریدګر نښه وګرځول چې د ولسمشر محمداشرف غني لیدو ته روان وو.
پهدې پېښې کې ولسي جرګې ته د اهل هنودو لومړني نوماند اوتارسېنګ خالصه په ګډون ۱۵ کسان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
د ننګرهار هندوان او سکان وايي، د جلالاباد ځانمرګي برید کې د ۸ ټپي شویو کسانو کورنۍ هندوستان ته کډه شوي او نور هم هڅه کوي چې له هېواده ووځي.
د ننګرهار درمسال د ملکیتونو رییس حکیم جسبیرسېنګ حکیمزاده سلاموطندار ته وویل، هېواد کې ناسم امنیتي وضعیت او د دوی پهوړاندې شته ګواښونو یې مورال کمزوری کړی او هره کورنۍ چې له هېواده د وتلو پیسې پیدا کړي، پاتې به نهشي.
د نوموړي په وینا، اوس دومره ناهیلي شوي چې د تېرې ۴۰ کلنې جګړې پرمهال شوي نهوو.
په همدې حال کې د ننګرهار عام هندوان او سکان له کاروباره هم سر ټکوي او وايي، پر دوی تر شوي ځانمرګي برید وروسته یې د پخوا په څېر د کاروبار خوند هم پاتې نهدی.
دوی زیاتوي، ژوند یې خوندي نهدی او ورځ تر بلې یې ستونزې ډېرې او ژوند یې سختېږي.
خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ډاډ ورکوي چې د هندو او سک هېوادوالو د امنیت خوندیتوب لهپاره یې تدابیر نیولي دي.
خوږیاڼی وايي، پهدې اړه یوې امنیتي حوزې ته لارښوونه کړې چې د دوی د مذهبي مراسمو ترڅنګ یې د کاروبار ځایونو امنیت هم ونیسي.
د یادونې ده چې د لویې څارنوالۍ په مشرۍ یو پلاوی شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې له مرکزه ننګرهار ته تللی و چې پر اهل هنودو او سکانو شوی برید وڅېړي. د چارواکو په وینا، یاد پلاوي خپلې څېړنې بشپړې کړي او بېرته مرکز ته تللي، خو تراوسه یې له رسنیو سره شریکې کړي نهدي.
هندوان او سکان له پېړیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مېشت دي، خو د تاریخ په اوږدو کې نه یوازې د نورو هېوادوالو لهخوا ځورول شوي، ځمکې یې ترې نیولي، بلکې حکومت هم ورته لازم پام کړی نهدی.
افغان هندوان او سکان په هېواد کې تر ډېره سوداګري او یوناني طبابت کوي او یوازې په ننګرهار کې تر ۶۰ ډېرې کورنۍ اوسېږي.