د هرات ولایت د نورم او سټنډرډ اداره وايي، چې د نفتومافیا د معافیت په نوم نفتي توکي له محصول ورکولو پرته واردوي.
دغه اداره وايي، د معافیت په نوم له ۱۰ تر ۱۵ شرکتونه دي، چې نفت له محصول پرته هېواد ته واردوي.
د نورم او سټنډرډ ادارې رییس امین الله امین په دې اړه سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دغو شرکتونو د یو کال په موده کې شاوخوا ۲۹ زره ټانګره نفت د تورغونډۍ بندر له لارې له محصول ورکولو پرته وارد کړي دي.
امین وايي، چې څو کالونه پخوا یواځې درې شرکتونو د معافیت اجازه لرله او بهرنیو ځواکونو ته یې نفت راوړل، خو اوس د نامعلوم دلیل له امله د دغو شرکتونو شمېر زیات شوی دی.
د دې ادارې رییس وویل، چې د هېواد په شمال کې د بهرنیو ځواکونو په شمېر کې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ تنو پورې کموالی راغلی، خو له محصول پرته د نفتو واردولو په اندازه کې بدون نه دی راغلی.
د نفتي توکو ځېنې سوداګر هم د دې موضوع په اړه اندېښنه لري.
زلمی یوسفي د نفتي توکو سوداګر دی.
دی وايي، چې له محصول پرته د نفتي توکو واردات د هېواد اقتصاد ته په میلیونو ډالرو زیان رسولی او زیاتوي، چې باید حکومت دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
یوسفي د نفتو مافیا په برخه کې د ملي شورا او حکومت ځېنې لوړپوړي چارواکيو لاس لرلو یادونه کوي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د هرات ولایت د نفتي توکو ریاست د مسوولو چارواکو نظر هم واخلو، خو د پرلپسې اړیکو په نیولو سره بریالي نه شو.
د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام وطندار ته وویل، چې له محصول ورکولو پرته د نفتي توکو واردولو د مخنیوي له پاره د ولسمشرۍ ماڼۍ، د سوداګرۍ وزارت او مالیې وزارت له استازو یو ګډه کمېټه جوړه شوې ده.
د قوقندي په خبره، له محصول پرته د نفتي توکو په وارداتو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.
له محصول پرته د نفتو را واردولو راپورونه په داسې حال کې راپورته کېږي، چې پر ایران د امریکا او اروپايي اتحادیې اقتصادې بندیزونه لرې شول او د نفتو په جهاني بیه کې د پام وړ بدلون رامنځته شو.
خو د هرات خلکو په وینا د نفتو په واردولو کې د مافیا فعال لاس د دې لامل شوی دی، چې د نفتي توکو بیې د دوی په خوښې سره زیاتې او کمې شي.