له دې وړاندې په نورو پرمختللو هېوادونو لکه امريکايي او اروپايي هېوادونو کې چې به چا خپل جنس تغير کړ؛ نو د (لارنس ایچ سمرز) په نوم مشهور ساینسپوه به يې مخالفت کاوه او ویل به يې، چې د نارینه او ښځې ترمنځ زيات توپيرونه شته.
هغه مهال به دی د خلکو او نورو ساینسپوهانو له سختو نيوکو او جدي عکس العملونو سره مخ کېدلو.
خو اوس د (بروس جینر) په نوم بل ساینسپوه د لارنس نظر تایید کړ او ويې ویل، چې د ښځو او نارینه و دماغ توپير لري.
د امريکا (وينټي فیئر) مجلې ته هغه چا چې د خپل جنس د تغير له پاره عمليات کړی، ويلي، که څه هم دی اوس ښځينه جنس کې حسابېږي، خو فکر يې د ښځو سره په بشپړ ډول توپير لري او له پخوا زيات د ښځو په اړه حساس شوی دی.
د ويلو ده، چې له دې وړاندې د ډيلي ټلګراف له لوري يو راپور خپور شوی و، چې پکې د نړۍ د يو مشهور ساینسپوه له لوري ویل شوي وو، چې د ښځو او نارينه و په دماغو کې هيڅ توپير نه شته.
په ډيلي ټلګراف کې کاږل شوي وو، هيڅوک نه شي کولی، ووايي چې دا د نارینه وو دماغ دي او دا هم د ښځو، ځکه د انسانانو ماغزه که هغه د نارینه له جنسه وي او که د ښځې، خو ماغزه يې یو شان وي او هيڅ راز توپير نه لري.





