د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاندې جين ساکي په یوې خبري ناسته کې ويلي، چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې د سويلي اسيا هېوادونو د سولې او ثبات لپاره ډير اړينې دي، نو له همدې امله امريکا د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیلېدو هر کلی کوي.
له دې وړاندې د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپراوي سره ویلي و، چې سپينه ماڼۍ له هندوستان په ځانګړي ډول د دغه هېواد د لومړي وزير نریندر مودي سره ډيرې ښې اړيکې لري.
د امریکا متحده ایالاتو هيله څرګنده کړې وه، چې په هندوستان کې سياسي تغيرات به د دواړو هېوادونو پر اړيکو اثر ونه کړي.
سپينه ماڼۍ وايي، دوی په دې باور لري، چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې به د سويلي اسيا په امنيت کې ښه والی راولي او ترڅنګ به يې د اسلام اباد او ډهلي ترمنځ شته ستونزې هم تر يوې کچې کمې کړي.
په راپور کې دا نه ده روښانه، چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د خبرو اترو کره نېټه به څه وخت وي.
جين ساکي زياته کړې، چې د پاکستان او امريکا ترمنځ د اړيکو يوه برخه د ترهګرۍ سره جدي مبارزه او له منځه وړل دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان پر (ارمي پبلک سکول) باندې په بريد يوځل بيا خواشيني څرګنده کړې او ويلي يي دي، چې امريکا به د ترهګرو او وران کارو سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان حکومت او عوام ملاتړ کوي.
څه موده وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما هند ته د خپل سفر په دویمه ورځ د هند جمهوریت ورځې مراسمو کې برخه واخیسته.
اوباما د متحدو ایالتونو په تاریخ کې لومړنی ولسمشر و، چې د هند دغو کلنیو مراسمو کې یې ګډون وکړ.
اوباما او لومړي وزیر نریندر مودي یوه هوکړه هم وکړه، چې له مخې به یې امریکايي شر کتونه وتوانیږي، ملکي مقصدونو لپاره هند ته اټومي ټکنالوژي ورکړي.
د هندوستان صدر اعظم ويلي و، چې دا د امريکا او هند ترمنځ د همکارۍ یو نوی سفر دی.
هغه مهال دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د خپل منځي سوداګرۍ کچه به د پخوا په پرتله پنځه برابره زیاته کړي، چې پخوا تر دې د امريکا او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې سل بیلیونه امریکايي ډالره وه.
دغه راز اوباما دا هوکړه هم وکړه، چې په دفاعي پروژو کې هم همکاري کوي.
دغه ډول ژمنې د پاکستاني سياستوالو غبرګون را و پاروه او د پاکستان پر حکومت يې نيوکې وکړې، چې ولې د امريکا سره په خپلو اړيکو کې د هندوستان پر پرتله پاتې راغلي.
دهند او امریکا په نزدې کېدو پاکستان له متحده آيالاتو ګیلې مانې شروع کړې او دملګرو ملتونو دامنیت په شورا کې یې دهند پر غړیتوب نیوکه کړې وه.
خو دوه ورځې وړاندې دپاکستاني کرکټ لوبډلې له ماتې وروسته دپاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته هندي سیال یې ټیلیفون کړی و او پر برسېرنو خبرو سر بیره یې داړیکو په بیا تازه کېدو او پاکستان ته د یو هندي پلاوي په ورتګ هم خبرې کړې وې، چې دامریکا متحده آيالات همدا نوې هڅې دجنوبي اسیا دثبات له پاره هیلې بخښونکې بولي.





