د ناټو له خوا افغان ځواکونو سره هر کال ۵ میلیارده ډالر مرسته او د ژمنو دوام

ناټو به تر ۲۰۲۰ کاله پورې هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره دا مرسته کوي

د ناټو عمومي مُنشي ینس استولتنبرګ په پولنډ کې د وارسا غونډې په وروستۍ ورځ د ناټو تړون غړیو هېوادونو په موجودیت کې وویل، چې اوسمهال افغان امنیتي ځواکونه د ټول افغانستان د امنیت مسوولیت پر غاړه لري او دغه ځواکونه په زړورتیا له خپلو خلکو نه دفاع کوي.

د ده په خبره، د ناټو غړي هېوادونه ژمنه کوي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به تر ۲۰۲۰ زېږديز کاله پورې هر کال ۵ میلیارده ډالره مرسته وکړي.

د ستولتنبرګ پر وینا، په همدې دلیل د ناټو د غوڅ ماموریت د هېوادونو مالي، نظامي او سیاسي مرستې د افغانستان له پاره مهمې دي.

د سازمان سرمُنشي له المان، ایټالیا، ترکیه او د دې سازمان له ټولو غړیو هېوادونو نه وغوښتل، چې له افغانستان سره د ترهګرو په ځپلو کې مرسته وکړي

د ناټو سازمان دغه لوړ پوړي چارواکي وویل، چې دغه سازمان به د امنیتي ځواکونو په روزنه کې، مشوره ورکولو او له افغان امنیتي ځواکونو سره هر اړخیزې مرستې کوي او زیاتوي، دا مرستې په داسې حال کې کوي، چې اوس هم دا هېواد له تهدید او بې ثباتۍ سره مخ دی.

د ناټو سر مُنشي ینس ستولتنبرګ زیاته کړه، چې د ناټو سازمان تړون له افغانستان سره روښانه دی او دغه هېواد له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یوازې نه پاتې کېږي.

د دې غونډې په پای کې د سازمان سرمُنشي د المان، ایټاليې، ترکیې او د دې سازمان د ټولو غړیو هېوادونو نه له ناټو سره د همکارۍ په تړاو مننه وکړه.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام