همایون رسا: د ګازو نرخونه به راټيت شي

د ولسي جرګې په نننۍ استجوابیه غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د افغانستان بانک لوی رییس او د ماليې وزارت معین استجواب شوی وو، څو د بهرنيو اسعار پر وړاندې د افغانۍ د نرخ ټيټېوالي او سون توکو د بيو لوړېدو په اړه د وکيلانو پوښتنې ځواب کړي.

په دغه غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وویل، چې د ګاز واردات د ترکمنستان هېواد پورې اړه لري او یاد هېواد له تېرې يوې میاشتې راهیسې د خپلو فابريکو په پاکولو اخته وو، نو له همدې امله د ګاز واردات هم بند شوي وو.

هغه وايي، چې له ۴ ورځو وروسته به له ترکمنستان څخه د ګازو پر وارداتو پېل وکړي او په دې سره به په ټول افغانستان کې د ګازو بيه ټيټه شي.

د همایون رسا په خبره اوسمهال په کابل ښار کې یو د کیلو ګرام ګازو بیه ۵۵ افغانيو ته راټيټه شوې او په وينا يې له دې به هم راټيټه شي.

د سوداګريو او صنایعو وزیر وویل، چې د ۱۵۰ زرو ټنو ګازو تړون له اذربایجان هېواد سره لاسلیک شوی او له روسيې سره به هم ۷۲ زرو ټنو نورو تړون هم لاسلیک شي، چې ترکمنستان به هم د تړون کوونکو په ډله کې و شمېرل شي.

همدارنګه د راپورونو له مخې افغان حکومت په پام کې لري، چې په راتلونکو څو میاشتو کې د اقينې او تورغنډي په بندرونو کې د ګازو پایپ لاین و غځوي او دا چاره به هم د ګازو په نرخ کې ټيټوالی راوړي.

په غونډه کې د افغانۍ د بيې ټيټوالي په اړه د افغانستان بانک لوی رییس خلیل صدیق ځوابونه د ولسي جرګې مشر په وړاندیز او د وکيلانو له لوري له منلو وروسته د خبریالانو په نه شتون کې د تړلو دروازو تر شا وویل شول.

خو د ولسي جرګې غړي خالد پښتون سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان بانک د لوی رییس ځوابونه تر ډېره د وکيلانو د قناعت وړ وو.

د ويلو ده، چې تېره اوونۍ د نفتي توکو رییس د مشرانو جرګې غړو ته وویل، چې د ګازو په بیه کې به ۸ افغانۍ ټيټوالی راشي.

په پام کې ده، چې افغانستان د روان کال په ډسمبر میاشت کې د نړېوال سوداګریز سازمان غړيتوب ترلاسه کړي، چې دغه غړيتوب به د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې خورا ګټور تمام شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام