طالبانو د غزني د کانونو ویستلو تړون له پاکستانيانو سره لاسلیک کړی

د غزني ولايتي شورا او د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، د هغه تړون له مخې چې له پاکستاني متخصصانو او وسله والو طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی، له مخې يې د غزني ولایت د زنخان، واغظ، کشان او مقر سیمو معادن په منظم ډول ویستل کيږي او پاکستان ته لېږدول کيږي.

سلام وطندار ته د رارسيدلو معلوماتو  له مخې، په غزني کې لومړی د کانونو سیمې د وسله والو طالبانو له لوري پېژندل کيږي او وروسته بیا د پاکستاني متخصصانو له خوا په مسلکې ډول استخراجيږي، چې بیا د لويو موټرو په واسطه له کرښې تېريږي.

د غزني والي محمد امان حمیمي وايي، دغه غېر قانوني استخراج په هغو سيمو کې ترسره کيږي، چې دولت هلته حاکمیت نه لري.

نوموړي سلام وطندار ته زیاته کړه، چې د دوی د راپور له مخې په غزني کې ۵ کانونه د دولت په ولکه کې نه دي او وسله وال طالبان يې په غېر قانوني شکل استخراجوي.

د غزني د والي پر خبره، د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د پاکستاني متخصصانو یو ټیم کار کوي، چې تر اوسه يې له دغې ولسوالۍ څخه څو باره استخراجي تيږي پاکستان ته لېږدولي دي.

دغه تورې پېسې به بېرته افغانستان راشي او وسله وال طالبان به يې په خپلو جنګونو کې استعمالوي.

د غزني ولایت د لرې پرتو سيمو اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، چې دغه تيږې په ډېره ارزانه بیه پر پاکستاني متخصصانو خرڅول کيږي او د طالبانو په امنيتي همکارۍ بېرته پاکستان ته لېږدول کيږي.

په ولایتی شورا کې د واغظ خلکو استازی عبدالجامع جامع وايي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د تور په غره کې د یو معادن قرار داد له پاکستانیانو سره لاسلیک کړی دی.

د هغه پر خبره د تور په شاوخوا سیمو کې کېندنې شروع شوي او زیات موټر يې د موادو د ليږد له پاره درول شوي دي.

د غزني د ولايتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وايي، دوی ډېر کره اسناد او شواهد په واک لري، چې ښيي وسل وال طالبان له پاکستاني متخصصانو په مرسته د غزني تر ټولو قيمتي کانونه کيندي.

هغه وايي، چې په دغه برخه کې د حکومت چوپه خوله پاتې کېدل د باور وړ نه دی.

د یوسفي پر خبره، د ۱۳۹۴ م لمریز کال په لومړيو کې د طالبانو او افغان دولت له خوا د ناور ولسوالۍ د ګچ استخراجولو جوازونه صادر شول، خو اوسمهال دغه معدن د ملا رحمت او ملا داود په امرونو ویستل کيږي او هره ورځ د بار وړونکو ډک دوې موټرې پاکستان ته لېودول کيږي.

دغه موټرونه د لوګر د خروار له ولسوالۍ تېريږي او پاکستان ته اړول کيږي.

د ولايتي شورا د دغه غړي پر خبره، د قيمتي ډبرو د لېږد له موټرو د لارو په اوږدو کې هم دولت او وسله وال طالبان مالیه اخلي.

د غزني ولایت د کانونو امر احمدالله حکیمي سلام وطندار ته وویل، چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي سلام وطندار ته وویل، دوی ته د کانونو وزارت له خوا لیک استول شوی، چې نه باید په دغه ولایت کې د غېر قانوني استخراج په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

د ناور ولسوالۍ ځينې سیمه ییز اوسېدونکي وايي، چې ځینې غېر مسوولې وسله والې ډلې هم په دغه غېر قانوني کړنه کې لاس لري او د همغو سیمو څخه خپلو لیکو ته خلک جذبوي.

د ویلو ده، چې په افغانستان کې د کانونو غېر قانوني استخراجول کومه نوې خبره نه ده؛ خو داسې معلوميږي، چې د نورو کلونو په پرتله د هېواد په ځينو سيمو کې د کانونو ویستلو موضوع اوس معمولي شوې ده.

وسله والو طالبانو د حکومتي چارواکو سره لاس یو کړی، د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې کانونه په نښه کوي او په غېر قانوني ډول يې په خورا سړه سينه په استخراجولو يې پېل کوي او بهرنيو هېوادونو ته يې قاچاقوي.

پټه دې پاتې نه وي، چې تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام