د نامسووله وسله‌والو په نښته کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

د تخار کلفګان، شکمش، رستاق او چاه‌اب ولسوالۍ په وروستۍ یوه اوونۍ کې د نامسووله‌ وسله‌والو ترمنځ د جګړې شاهدې وې.

سلام‌وطندار ته د تخار امنیه قومانداني له لوري ورکړل شوې شمېرې ښيي چې د تېرې یوې اوونۍ په جګړه کې د کلفګان، شکمش، رستاق او چاه‌اب ولسوالیو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د تخار په چاه‌اب ولسوالي کې د نامسووله وسله‌والو له لوري د ویشتل شويو راکټونو له امله لسګونه استوګنیز کورونه هم تخریب شوي او د ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي کډوال شوي هم دي.

د چاه‌اب یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د نامسووله وسله‌والو ترمنځ هره ورځ جګړه روانه ده، خو حکومت د دې جګړې د عاملانو د نیولو لپاره هېڅ ګام نه‌دی پورته کړی.

د چاه‌اب ولسوالي اوسېدونکي نبي‌الله سلام‌وطندار ته وویل، ښکېل لوري اوس هم چمتو دي او هره شېبه د جګړې د پيلېدو احتمال شته.

د تخار د مرکز تالقانو اوسېدونکي هم وايي چې په وروستیو ورځو کې دغه ښار هم د نامسووله وسله‌والو د موجودیت شاهد دی. د دوی په وینا، نامسووله وسله‌وال په ښکاره ډول په ښار کې ګرځي را ګرځي او جنايي جرمونه هم  ډېر شوي دي.

د تخار د ولایتي شورا غړی عصمت قرباني وايي، نامسووله وسله‌وال د حکومت د سیمه‌ییزې ادارې په ملاتړ ځواکمن شوي او دا چې په‌دې ورځو کې تر طالبانو ډېر بد عمل کوي، خو حکومت یې د راټولولو توان نه‌لري.

د قرباني په خبره، قتل، غلا، او وسله‌والې باج اخېستنې په تخار کې د دغو نامسووله وسله‌والو ډلو عمده فعالیتونه دي.

د تخار امنیه قوماندان حشمت مسلم هم مني چې نامسووله وسله‌والې ډلې د حکومت د سیمه‌ییزې ادارې لپاره سرخوږی دی، خو وايي، د دغو وسله‌والو د راټولولو لپاره د تخار ولایت په کچه وګړیزې اجماع ته اړتیا ده.

د راپورونو له مخې، که څه هم عدلي او قضايي بنسټونه لسګونه نامسووله وسله‌وال د قتل، ځورونې، باج اخېستنې، انسان تښتونې او د عامه نظم په ګډوډولو تورن کسان جلب کړي، خو پولیس یې تراوسه په نیولو نه‌دي توانېدلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام