د میدانښار ښارواله ظريفه غفاري کابل کې د وسله‌والو له یوه بریده روغه وتلې

د میدان‌‌‌وردکو ولایت د مرکز میدان‌ښار ښاروالې ظریفې غفاري سلام‌وطندار ته وویل، نن ماسپښین دوه بجې د حمل په درېیمه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «سپين کلي» سیمه کې د وسله‌والو له خوا پرې برید شوی دی.

غفاري وویل، دغه برید کې دې او موټر چلوونکي ته یې زیان نه دی اوښتی، خو موټر یې زیانمن شوی دی.

د میدان‌ښار ښاروالې زیاته کړه چې وسله‌وال کرولا ډوله موټر کې سپاره وو او په تېښته بریالي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولان هم دغه برید تاییدوي او وايي، د پېښې د لاملانو نیولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

د میدان ښار ښاروالې ظریفې غفاري لس ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورې مېرمنې جایزه هم ترلاسه کړې.

تر دا مهال د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام