د موزیم نړ‌ۍواله ورځ ونمانځل شوه

د اطلاعات او کلتور وزارت په کابل کې د موزیم نړۍ‌واله ورځ ونمانځله.

د موزیم نړ‌ۍ‌واله ورځ په ملي موزیم کې ونمانځل شوه. د اطلاعات او کلتور سرپرستې وزیرې حسینې ساپۍ په‌دې مراسمو کې وویل چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې یې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست په همکارۍ تر اوسه ۱۵۰۰۰ قلمه لرغوني اثار بېرته ملي موزیم ته ور ګرځولي دي.

په‌دې مراسمو کې د افغانستان د معاصر تاریخ ۵ قلمه تاریخي اثار هم ـ چې ۴میلادي پېړۍ او ۱۲مې میلادي پېړۍ پورې اړوند وو ـ ملي موزیم ته وسپارل شول.

د موزیم نړ‌ۍ‌واله ورځ له ۱۹۷۷ زېږدیز کال راهیسې د یونسکو غړیو له لوري د می پر ۱۸مه یا د غوايي پر ۲۸مه نېټه نمانځل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام