د مصالحې شورا د غړیو نوملړ؛ عبدالله د غني فرمان رد کړ

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د ملي مصالحې عالي شورا د غړیو نوملړ په اړه د نظر اختلافونو په دوام، د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له دوو ورځو چوپتیا وروسته په دې برخه کې د ولسمشر محمداشرف غني فرمان رد کړ.

هغه په یوه خبرپاڼه کې چې د ملي مصالحې شورا له قوله سپېدار خپره کړې، لیکل شوي، د هغې سیاسي هوکړې له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۲۸مه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله له لوري لاسلیک شوې، د مصالحې عالي شورا تشکیل د عبدالله عبدالله واک دی او د ولسمشر د فرمان پر بنسټ یې د غړیو ټاکلو ته اړتیا نه لیدل کېږي او سپیدار به نوی نوملړ خپور کړي.

د دغې اعلامیې په یوې برخه کې لیکل شوي: «د ملي مصالحې شورا ترکیب باید جامع او ټول‌شموله وي چې په دې برخه کې له بېلابېلو سیاسي او مدني بهیرونو سره مشورې پيل شوي او په وروستي کېدو دي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د عبدالله عبدالله د اعلامیې له خپرېدو څو شېبې وړاندې وویل، د ولسمشر فرمان له ټولو سیاسي لوریو، په تېره عبدالله سره تر مشورې وروسته صادر شوی دی.

صدیقي په دغه نوملړ کې د تجدید نظر احتمال هم ومانه. هغه وویل، د مصالحې عالي شورا د غړیو معرفي کول د دغې شورا مسوولیت دی، هغه څه چې وروسته په څرګند ډول د سپېدار په اعلامیه کې خپاره شول.

ولسمشر محمداشرف غني د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د یوه فرمان په صادرولو سره د ۴۶ کسانو نوملړ خپور کړ چې په ترکیب کې یې ۱۹ کسان د سیاسي او جهادي شخصیتونو له ډلې، لس د مصالحې عالي شورا د مشرتابه پلاوي، ۹ د لوړپوړي دولتي پلاوي او ۸ نور هم د پیاوړو ښځو له ادرسه د یادې شورا د غړیو په توګه وټاکل.

د دغه نوملړ له خپرېدو څو ساعته وروسته، پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه نوملړ کې خپل غړیتوب رد کړ او ورپسې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت ګوند سرپرست صلاح‌الدین رباني هم څنګ ته شول.

د حامد کرزي له‌خوا د مصالحې عالي شورا کې د غړیتوب رد په تړاو په ارګ کې نږدې سرچینو د دولت له بودیجې د کرزي د لګښتونو نوملړ چې ۴ سوه میلیونه افغانیو ته رسېږي، له رسنیو سره شریک کړ او د حامد کرزي نږدې کس کریم خرم ولسمشر محمداشرف غني د سولې پروسې پر تخریب تورن کړ.

خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په ننني کنفرانس کې ټینګار وکړ چې ملي مصالحې شورا ته د کرزي د بېرته راګرځولو لپاره هڅې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام