عبدالله: د دولتي کسانو په ګومارنه کې باید غور وشي

د وزیرانو شورا په نننۍ ورځې (دوشنبه اکټوبر۵مه)غونډه کې د کندوز د کړکیچ په اړه بحث وشو او اړوند بنسټونه مسولیت درلود، چې د دې کړکېچ د نواقصو، فعالیتونو او د حل لارو چارو په اړه راپور ورکړي.

د حکومت اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، په هغو ولایتونو کې، چې د زیانمنېدو کچه يې ډیره ده  د اشخاصو په ګومارنو او تقرریانو کې يې باید پوره غور وشي او دغه ګومارنې باید د سليقوي او شخصي اړيکو تر اغیز لاندې را شي.

هغه زیاته کړه، چې کندوز ولایت د يوې توطیې له مخې سقوط وکړ او په دغه برخه کې يې د حکومتي چارواکو پر کمزورتیا هم اعتراف وکړ.

د تیرې اوونۍ د شنبې پر ورځ سلګونو وسله والو طالبانو د کندوز پر ښار برید وکړ او له څو ساعته نښتې وروسته وتوانیدل، چې د دغه ښار دولتي بنسټونه ونیسي.

له هغه وروسته له مرکز څخه د عملياتو رهبري د ملي دفاع وزارت لوړ پوړو چارواکو په لاس واخیست او اوروسته له درېيو ورځو چاڼيزو عملياتو څخه د کندوز ښار د طالبانو له شتون په بشپړ ډول پاک شو.

په پایله کې په زرګونه کورنۍ بې ځایه شول طالبانو د خلکو مالونه لوټ کړل او په پراخو جنایتونو یې هم لاس پورې کړل.

په همدې حال کې عبدالله وزیرانو شورا غونډې ته وویل،  په هغه کار کې چې باید بیړنۍ او عملي اقدام  شوي وای بې غوري شوې، حکومت خپل مسوولیت په سمه توګه نه دی ترسره کړی او باید په دې برخه کې خلکو ته ځواب ویونکي و اوسي.

عبدالله عبدالله وویل، چې اوسني طالبان د تیرو څو کلونو له طالبانو سره هیڅ توپیر نه لري او د هغوی ترسره شویو جنایتونو ته هیڅ ډول توجیه شتون نه لري.

خو اجرايوي رییس وویل، په خواشینۍ سره چې ځیني وختونه لیدل کیږي،  د دولت له تربیون څخه  هم د طالبانو جنایتونه توجیه کیږي.

دغه راز عبدالله وویل، چې د امنيتي بنسټونو په کارونو کې لاس وهنې کيږي.

ده د دغو اشخاصو نومونو اشاره ونه کړه.

عبدالله زیاته کړه، چې په ځانګړو وختونو کې ځانګړي اقدامات اړین دي او د امنیتي بنسټونو مسوولیت مهم دی او نه باید د هغوی په کارونو کې لاسوهنه وشي.

د خلکو بې باوري ناهیلي او د هغوی پوښتنو ته د نه ځواب ویل هغه موارد دي، چې د حکومت اجرايوي رییس عبدالله ورته اشاره وکړه او وې ویل، چې معلومات او واقعیتونه باید په سمه توګه خلکو سره شریک کړی شي، ځکه په ناسمو اطلاعاتو د خلکو ذهنونه ګډوډيږي او دا موضوع به د حکومت اعتبار نابود کړي.

همدارنګه ډاکټر عبدالله عبدالله زياته کړه، د کندوز خلک پوښتنه کوي، چې هغوی په وار وار په کندوز کې د نا امنیو زیاتېدو په اړه خپله اندیښنه له امنيتي بنسټونو سره شریکه کړې، خو سره له دې چې لا دمخه هم معلومات لرل خو ولې اړین اقدامات ونه نیول شول؟.

هغه وايي، د خلکو دغو پوښتنو ته باید روښانه او د قناعت وړ ځواب ورکړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام