د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ټولنیزو شبکو ځينو کاروونکي په دې تورن کړی، چې دوی په مستعارو نومونو جعلي پاڼې جوړې کړي او ځينې دولتي اسناد تحریفوي.
ارګ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د ولسمشر له لوري یو شمېر خپاره شوي فرمانونو او د احکامو متنونه په جعلي ډول جوړيږي او بیا د ځينو له لوري په فېسبوک، ټويټر او نورو پاڼو کې خپريږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله خپره کړې اعلامیه کې دغو کاروونکو ته خبرداری ورکړی، چې د دغه غېرقانوني او غېراخلاقي کړنو له امله به تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.
په افغانستان کې له ټولنیزو شبکو استفاده او د معلوماتو اخیستل په ځانګړي ډول له فېسبوکه ټولنیزې شبکې ګټنه په دې وروستیو کې د پام وړ وده کړې ده.
په دې پاڼو کې هېوادوال په فعال ډول سیاسي او ټولنیزو مسایلو نقد کوي او نورو ته یې خپروي.
د ټولنیز شبکو دغه کاروونکي د حکومت مشرانو ځېنې فرمانونه په خپلو پاڼو کې نشروي.
د ارګ په دې خبرپاڼه کې کاږل شوي، چې د ټولنیزو شبکو ځېنې کاروونکي "له ټکنالوژۍ نه په استفادې" جعل کاري کوي او "د ټولنیزو شبکو او رسنیو له ازادۍ ناوړه ګټه اخلي او دغه جعل کاري شوي اسناد خپروي".
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې "د دغه ډول مطالبو خپرول که په هر دلیل وي نه یوازې دا چې ناقانونه او غیر اخلاقي دي؛ بلکې د عامه افکارو د تخریب لامل کېږي".
ارګ د ټولنیزو شبکو له کاروونکو غوښتي دي، چې "جعل کاري شوي او تحریف شوي اسناد خپاره نه کړي او د خپلو ټولنیزو شبکو له پاڼو دې لرې کړي."
خبرپاڼې کاږلي دي، د ټولنیزو شبکو هغه کاروونکي، چې "غلط معلومات" یې له دغو جعلې اسنادو لوستي دي؛ له اخلاقي او قانوني اړخه دغه خلک حق لري، چې په دې اړه کره معلومات ورکړل شي او جعل کاران له دوی "بخښنه" وغواړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې "موږ هیله من یو، له دې ازادۍ نه په ګټې سره د ټولنیزو شبکو کاروونکي د قانونمند کېدو او د اخلاقي چلند په لور وهڅيږي."
ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر زیات فعالیتونه او خبرپاڼې د ارګ له رسمي پاڼې خپروي.
د ارګ رسمي فسبوک پاڼه نږدې یو میلیون لیدوونکي او لوستوونکي لري.





