د ماشومانو ادبیات له پامه غورځول شوي

یو شمېر لیکوال او فرهنګي فعالان نیوکه کوي، چې حکومت د ماشومانو ادبیاتو ته پاملرنه، نه کوي.

د دوی په باور کلتوري چارو ته د حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې په افغانستان کې د ماشومانو ادبیات په محسوس ډول له ودې پاتې شي.

عبدالغني هیله من غزنوي، د لیکوالو د ستایلو په اړه یوې جوړې شوې غونډې کې وویل، چې رسنۍ او ښوونیزو بنسټونه د ماشومانو ادبیات له پامه غورځولي دي.

د نوموړي په خبره، په تېر وخت کې مو د ماشومانو د ادبیاتو په نوم ځېنې شیان لرل او په دې برخه کې مو ځېنې اثار هم چاپ کړي وو، خو نن یوازې د ماشومانو د ادبیاتو نوم پاتې دی.

په ورته وخت کې په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني وویل، چې په افغانستان کې د ماشومانو ادبیاتو ته زیات کار نه دی شوی او له ټولو دولتي او نادولتي بنسټونو څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي.

په دې جوړې شوې غونډه کې ارش ننګیال، پروین پژواک او محمد مرحون درې هغه لیکوالان وو، چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر او د ماشومانو د ادبیاتو د ملاتړ صندوق له خوا ورته د دې په پار ستاینلیکونه ورکړل، چې د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې یې ځېنې کارونه کړي دي.

د ماشومانو د ادبیاتو د ملاتړ بنسټ مشر اجمل تورمان وویل، چې دوی د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې کار پیل کړی دی، خو څرنګه یې چې تمه کېدله په هغه اندازې سره حکومت دې موضوع ته توجه نه ده کړې.

د ماشومانو د ادبیاتو ملاتړ صندوق وايي، چې د دې صندوق موخه د ماشومانو ادبیاتو ته کار کول او هغه وده ورکول دی.

د ماشومانو د ادبیاتو هغه ځېلونه دي، چې د ماشومانو د سواد په کچه لیکل شوي وي، په دې ادبیاتو کې ترانې، وړې او موسیقي لرونکي کیسې او نور هغه مواد شامل دي، چې ماشومانو د ذهنو د ودې سره برابر لیکل شوي وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام