په عطارد کې ځانمرګی برید

ناسا په ۱۳۸۹ زیږدیز کال د کب په ۱۶مه یوه فضايي بېړۍ د ۴۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت د "مسنجر" په نوم د شمسي منظومې تر ټولو نېږدې او کوچنۍ سیارې عطارد پر لور ولیږله.

د عطارد په سینه کې ډېرې ناویلې خبرې پټې دي او زموږ له پاره اشنا دي.

د سیاري علومو پوهان د مریخ، مشتري او زحل په پرتله دې کوچنۍ نړۍ ته لږه پاملرنه کړې ده.

د مارینر لس له فضايي بېړې راوروسته چې په ۱۹۷۵ زېږدیز کال کې عطارد ته تر نېږدې چاپېره پورې تللې وه، له دې را وروسته مسنجر لومړنۍ فضايي بېړۍ وه، چې په ۴ کلونو کې د عطارد په اړه ټولیزه مطالعه او نقشه واخیستله او د عطارد ډېر رازونه یې څرګند کړ.

کله چې د یوې فضایي بېړۍ ماموریت د یوې سیارې او یا په لمریزې منظمومه کې د یوه اسماني جرم په شاوخوا پای ته ورسیږي؛ نور یې د کارونې امکان نه وي، پوهان د یادې بېړۍ د کنټرول مرکز په چټکتیا سره د سیارې پر مخ کینوي.

او دا کار د یوه ځانمرګي برید په پرتله دی، چې د تل له پاره په مرګ محکومه بېړۍ د یادې سیارې د خاورې د ترکیبونو په اړه پوهانو ته معلومات ورکوي.

د ناسا مسنجر فضايي بېړۍ چې د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د مارچ له میاشتې نه، تر تېرې پنجشنبې پورې د عطارد په شاوخوا کې چورلېدله او کله یې چې د سون مواد تمام شول؛ د عطارد په سطحه باندې ورته سقوط ورکول شو.

دغه ۳ مترۍ بېړۍ، چې په یو ساعت کې یې ۱۴ زره کیلو متره چټکتیا لرله؛ د ناستې پر مهال یې د عطارد په شمالي برخه کې یې د ۱۶ مترو په پراختیا یو سوری وکیندلو.

 

عطارد ۲۴۴۰ کیلو مترو قطر په لرلو سره، له ځمکې لږ څه لویه ده او د بیضوي مدار لرونکې ده.

عطارد په بیضوي مدار کې لمر ته په نېږدې واټن کې ۴۶ میلونه کیلو متره او په لرې واټن ۷۰ میلیونه کیلومتره کې واقع ده.

دغه سیاره لمر ته د نېږدېوالی له امله په خپل مدار کې تړل شوې او د لمر په چاپېره په سستوالي سره چورلي.

د وخت په تېرېدو سره په خپله محور د عطارد چورلیدل ورځ تر بلې ورو کیږي او ان تر دې پورې، چې یوه ورځ به د عطارد دوران د لمر له دوران سره برابر شي.

د عطارد یوه ورځ (له یوه ماسپښینه تر بل ماسپښینه) د ځمکې له ۱۷۶ ورځو سره سمون خوري.

څرنګه چې عطارد د خپل محور چاپېره ورو چورلي اقلیم یې د ورځې ۴۲۷ درجو پورې لوړیږي او د تیارې شپې په نیمايي کې تر منفي ۱۷۳ درجو پورې سړيږي.

په لومړیو کې ټاکل شوې وه، چې مسنجر یو کال د عطارد په شاوخوا وګرځي او نقشه اخیستنه وکړي، دغې بېړۍ په سختو شرایطو کې کار وکړ او په پایله کې د ناسا ماموریت دویم ځل له پاره تمدید کړه.

مسنجر په دقیق ډول سره د انځور اخیستنې په واسطه، د عطارد نامتعادل مقناطیسي میدان راز ښکاره کړ.

دغې بېړۍ ثبوت کړه، سره له دې چې عطارد لمر ته ډېره نېږدې سیاره ده او پر سطحه یې ډېر داغونه موجود دي؛ خو د هغې شمالي قطبونو ته نېږدې، په ځېنو لویو کندو کې لا هم تیاره ده او اوبه په کې د یخ په ډول وجود لري.

له بلې خوا، په دغو کندو کې د یخ شته والی دا ثابتوي، چې په لومړیو کې د شمسي منظومې جوړېدنه، د ترکیبي ارګانیکونو په ګډون، بېلابېل مواد، د لمریزې منظومې له بهرنیو څنډو نه لمر ته نېږدېوال پیدا کړی دی او دا هغه پېښه ده، چې په ځمکه کې یې د کیمیاوي ترکیبونو او نورو لازمو موادو د جوړېدو زمینه برابره کړې ده.

دغه ماموریت د ساینسپوهانو لپاره د کار داسې زمینه برابره کړې ده، چې کولی شي په راتلونکې کې داسې بېړۍ جوړې کړي، چې په ډېرو سختو حالاتو کې کار وکړي.

په ټوله کې ویلی شو، چې د مسنجر سرامیکي پوښ په دې توانېدلی چې له دغې بېړۍ نه د لمر د انرژۍ او تودخې نه ساتنه وکړي. د فضايي مسنجر د سفینې یوه دننه خوا د تل لپاره ۳۰۰ درجې حرارت لري، خو بله دننه خوا یې ۲۰ درجې ګرمه ده.

مسنجر له موږ سره مرسته وکړه، چې عطارد د دوزخي او بې اهمیته سیارۍ پر ځای د نورو سیارو لکه، زهرې، ځمکې او مریخ په پېژندلو او بدلون کې تغیر راولو.

موږ که هر څومره پوه شو، خو بیا هم راته د سیارو په اړه ډېرې پوښتنې پیدا کېږي او ښايي په راتلونکې کې د عطارد د مطالعې لپاره نورې هڅه هم وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام