
د لوړو زدهکړو وزارت له څوو کلونو راهیسې ژمنه ورکوي چې د پوهنتون په تدرسي موادو کې بدلون راولي؛ خو دا ژمنه تر اوسه په جدي ډول عملي شوې نهدی.
د کابل دولتي پوهنتون زدهکړیالان د درسي موادو له زړښته شکایت کوي او وايي چې درسي مواد یې له وخت سره اپډیټ نهدي.
د زراعت پوهنځي یوه زدهکړیاله شایسته ـ چې تازه فارغه شوې ـ وايي چې دا څانګه تر ډېره عملي کار ته اړتیا لري؛ خو د زراعت پوهنځي زدهکړیالان وايي چې په یو کال کې دوه ځلې عملي کار لهپاره ساحې ته وځي.
هغه ـ چې په خپلې څانګې کې د مناسب کار پیدا کولو په اړه اندېښمنه ده ـ وايي، زدهکړیال، استاد، درسي نظام او نور اړوند زدهکړهییز مواد د زدهکړیال له پرمختګ سره اړیکه لري، ځکه خو باید د پوهنتون مسوولان او زدهکړیالان باید دې موضوعګانو ته جدي پام وکړي.
په ورته وخت کې د انساني علومو نور زدهکړیالان هم وايي چې پخوانیو تدرسي موادو پوهنتونونه له بد وضعیت سره مخ کړيدي.
دوی زیاتوی، زاړه درسي مواد او د تدریس زړو میتودونو مجبور کړي چې یوازې د استاد لهخوا ورکړل شويو موادو ته پام وکړي او درس په یادو یاد کړي.

لهدې سره د لوړو زدهکړو وزارت ویاند فیصل امین وايي، د دې وزارت نوې طرحه پر محصلمحورۍ ټینګار کوي چې دا موضوع زدهکړیالان مجبوروي چې په موضوعاتو تحقیق وکړي.
ښاغلی امین زیاتوي چې نوی تدریسي نظام به د پوهنتونونو د استادانو او زدهکړیالانو پر فعالیت ولاړ وي او دا چاره به د استاد، زدهکړیال او د کار د بازار په پيدا کولو کې مرسته وکړي.
د هغه په خبره، په دا ډول معیار سره استادان او زدهکړیالان مجبورېږي چې د ډېرې مطالعې اقدام وکړي او د مطلوبې پایلې د رسېدلو لهپاره له تحقیق او تحلیل سره هممهاله بېلابېل تدریسي مواده مطالعه کړي.
که لوړو زدهکړو وزارت هر څو پر زدهکړیالمحوري تدریسي میتود ټینګار کوي؛ خو ځېنې زدهکړیالان له فراغته وروسته له بېکارۍ اندېښنه لري.
د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي فارغ شوی صفيالله مومند وايي چې له فراغت وروسته ورته د کارپيداکولو چانس ډېر کم ځکه وي چې هغه څوک په بازار کې کاري ځای ډکوي چې واسطه او زور ولري.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې ریيس نادر نادري وايي، ژمنه یې کړې چې د دې کمېسیون د کاري تګلارې لهمخې به هر هغه څوک د ملکي خدمتونو دستګا ته شامېلېږي چې وړتیا ولري.
ښاغلی نادري زیاتوي چې وروسته له دې به هر څوک د کار د پيدا کولو لهپاره خپله هڅه کوي.
هغه له ټولو زدهکړیالانو غواړي چې لهدې لارې د کار پیداکولو لهپاره باید خپلې وړتیاوې لوړې کړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې ریيس پهداسې حال کې د زدهکړیالانو له لوري د خپلو وړتیاوو لوړلو او هڅو ټینګار کوي چې تازه فارغه شوې اغلې شایسته وايي، ځېنې زدهکړیالان د نویو زدهکړو لهپاره هڅه نهکوي، بلکې کرار ناست وي چې استاد ورته منابع ورکړي او هغه زړه نازړه مطالعه کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت شمېرې ښيي چې ۱۸۰زره زدهکړیالانو په دولتي پوهنتونونو او ۱۷۵ زرده هغه په خصوصي پوهنتونونو کې په زدهکړو بوخت دي.
د دې شمېر پر بنسټ، هر کال نږدې ۴۰ زره زدهکړیالان له دولتي او خصوصي پوهنتونونو نه فارغېږي.





