
په جاپان کې یوې تازه څېړنې ښودلې چې په اوونۍ کې یو ځل ژړا کولی شي زموږ له ژونده د اضطراب او ستړیا لرې کولو برخې کې مرسته وکړي.
هیدموفرمي یوشدا هغه څوک دی چې ځانته یې «د اوښکو استاد» نوم ورکړی او کلونه کېږي چې په جاپان کې خلک د غم او خپګان پرمهال د ژړا له ګټو خبروي.
یوشیدا وايي، احساسي موسیقي اورېدل، تراژيد فلمونه لیدل او ژړونکي کتابونه لوستل که هر څومره منفي تحریکوونکي ګڼل کېدل؛ خو اوس قضیه سرچپه ده.
هغه وايي، دا ټول فعالیتونه د ژړا سبب کېږي او بیا د پاراسامپتیک عصبي فعالیت او تحریک باعث کېږي چې پهدې جریان کې د زړه ضربان زیاتېږي او په نهایت کې شخص عصبي ارامتیا مومي.
یوشیدا چې ۷۹ تنه محصلان یې د خپګان پرمهال د تراژيد فلم لیدلو ته رابللي وو او بیا یې هغوی نه وغوښتل چې د فلم له لیدلو نه وروسته خپل احساس بیان کړي. ټولو ګډونوالو په ځواب کې وویل چې د فلم له لیدلو وروسته په ژړا شوي او له دې سره یې د رواني او عصبي ارامښت احساس کړیدی.
خو دا باید په یاد ولرو چې د دا ډول تحریکوونکیو پدیدو په لیدلو او ژړا کې باید افراط ونهکړو.
لهدې مخکې هم ځېنې څېړنې شوېوې چې د ژړا په کولو سره یې انسان ته د ارامتیا ورکولو خبر ورکړی و.





