د پکتیا په زرمت کې د نجونو د ۱۳تړلیو ښوونځیو د پرانېستلو هڅه

ولايتي چارواکي وايي، له وسله‌والو طالبانو سره غږېدلي او مخامخ يې ور سره د ښوونځيو خلاصولو خبره منلې؛ خو عملاً يې لا څه نه‌دي کړي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي، د قومي مشرانو په منځګړيتوب له وسله‌والو طالبانو سره خبرې کوي چې د ښوونځيو د تړلو لامل معلوم او په اړه يې اقدام وشي.

ده ډاډ ورکړ چې په پوره توان سره هڅه کوي چې د نجونو ټول ۱۳ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیزي.

په تړلو ښوونځيو کې يوه لېسه، يو منځنی او پاتې هغه لومړني ښوونځي دي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړی حفيظ‌الله مبارز په زرمت ولسوالۍ کې دا يوه لويه ستونزه بولي او وايي، د زرمت ترڅنګ په جاني‌خېل نورو ولسواليو کې هم د خلکو مينه له خپلو ماشومانو، ښوونځيو او هېواد پالني سره کمه شوې‌ده.

د پوهنې رييس کوچی ځاځی بیا وايي چې يادې ولسوالي ته څوک د تګ له‌پاره زړه نه ښه کوي او يو دوره نجونې بايد له ښوونځيو فارغې شي چې بېرته په همدې سيمو کې مقررې شي او ستونزه د تل له‌پاره حل شي.

ښاغلی ځاځی زیاتوي، دوې اوونۍ مخکې په وزي په ګرده‌څېړۍ او ښواک ولسواليو کې د نجونو دوه تړل شوي ښوونځي د خلکو په مرسته پرانيستل شول.

خو د وسله‌والو طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد سلام وطندار ته وويل چې ياد ښوونځي يې د ښځينه ښوونکیو د نه‌شتوالي له امله تړلي او د ستونزې تر حله به همداسې پاتې وي.

مجاهد همدارنګه وايي چې په‌دې اړه يې د پوهنې ریاست مسوولانو او ځېنو موسېـسو ته ويلي چې د نجونو د مکتبونو له‌پاره ښځينه ښوونکې وګوماري؛ خو په وینا يې، تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي شوي.

زرمت د پکتيا تر ټولو لويه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده چې ۶۳ ښوونځي لري؛ خو له نيمايي زيات يې ودانۍ نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام