
لویې څارنوالي ویلي چې د دغې ادارې څلور کارکوونکي د بډو اخیستو په تور د لویې څارنوالي د کنټرول او ساتنې عمومي ریاست له لوري نیول شوي دي.
د لویې څارنوالي خبرپاڼې د ننګرهار د لعلپورې ولسوالي د څارنوالي د امر د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یاد کس د ۳۶ افغانیو بډې اخیستو په تور نیول شوی چې دوسیې تر څېړنې او ارزونې لاندې ده.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د لویې څارنوالي د کنټرول او ساتنې عمومي ریاست څه موده مخکې د کابل د شکردرې ولسوالي د ابتداییه څارنوالي امر او اداري مدیر هم د درې زره امریکايي ډالرو د بډو غوښتو په تور نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاته کړې چې نیول شویو کسانو د قتل پرې یوې دوسیې څېړنه کوله او د مقتول له خپلوانو نه یې پیسې غوښتې وې.
لویې څارنوالي دغه راز ویلي چې څه موده مخکې د ننګرهار ولایت د کورني او بهرني امنیت پر ضد د جرمونو پر وړاندې د مبارزې یو څارنوال د دوو زرو ډالرو بډو اخیستو په تور نیول شوی و.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د لویې څارنوالي د کنټرول او ساتنې عمومي ریاست د تېر کال له پیل راهیسې د بډو اخیستو او اداري فساد ۳۸ قضیې چې د دې ادارې کارکوونکي پرې تورن وو، مستندې کړي او عاملان یې نیولي دي.





