له دې وړاندې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د اعلاج او تشخیص په موخه هیڅ داسې دولتي روغتون نه و، خو تېره ورځ پنجشنبه (اکټوبر ۲۷مه) د لومړي ځل له پاره د کابل په جمهوریت روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو.
دغه مرکز د افغانستان جمهوري دولت لومړۍ میرمنې بي بي ګل غني او د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فيروز الدین فېروز له خوا پرانستل شو.
د راپورونو له مخې، په جمهوریت روغتون کې دا د هېواد په کچه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لومړنی مرکز دی، چې د ناروغانو تشخیص او درملنه به پکې په وړیا ډول ترسره شي.
مېرمن بي بي ګل غني د دغه مرکز د پرانستلو په مراسمو کې وویل، د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه هلې ځلې د دې مرکز په جوړولو کې د ستایلو دي او پر وینا يې دا د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په لاره کې لومړنی ګام دی.
له بل لوري د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز وویل، چې هر کال څه ناڅه ۲۰ زره تنه په بېلابېلو سرطاني ناروغیو اخته کېږي او له ۱۵ زرو زیات کسان یې ژوند له لاسه ورکوي.
د عامې روغتیا وزیر دغه راز وویل، په پام کې ده، چې په استقلال روغتون کې هم ورته مرکز د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې له پاره پرانستل شي.
د ویلو ده، چې د کابل ښار په جمهوریت روغتون کې دا مرکز ۲۵ بستره لري او په ټولو طبي وسایلو او تجهیزاتو سمبال دی.
همدارنګه په څلورو، د لومړني تشخیص، داخله درملنې، جراحۍ او شیمو ټراپۍ په څانګو کې فعالیت لري.