د فراه ولایت ځينو اوسیدونکو د لاریون په ترڅ کې له حکومته غواړي، چې د دغه ولایت والي محمد اصف ننګ دې له دندې ګوښه شي.
دوی تور پورې کوي، چې والي يې ناغیړه دی او پرمختیايي پروژو په پلې کولو کې پاتې راغلی دی.
د فراه ولایت لاریون کوونکي د اعتراض په ډول د هرات ـ کندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ هم تړلې ده.
دوی وايي، چې د فراه ولایت عایدات زیات دي، خو په بدل کې يې هیڅ انکشافي او بیا رغونې پروژې نه دي عملي شوي.
دوی خبرداری ورکوي، که چېرې يې حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب و نه وايي، نو د هرات ـ کندهار لویه لاره به همداسې تړلې وساتي.
خو له بل لوري بیا د فراه د والي ویاند د اعتراض کوونکو ادعاوې ردوي او وايي، چې دوی یوازې په روان کال کې له ۵۰ زیاتې انکشافي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
هغه بیا وايي، چې د اعتراض کوونکو لهخوا د څو ساعتونو لهپاره د هرات ـ کندهار لویه لاره تړل شوې وه، خو اوس بېرته خلاصه شوې ده.