
ځېنو موټرچلوونکیو د غزني پولیسو درېیمې حوزې په سیمه کې د پکتیکا ـ غزني لویه لاره تړلې او ادعا کوي چې پر دغې لارې د مېشتو امنیتي پوستو سرتېري په زور له خلکو پیسې اخلي او د نهورکړې په صورت یې وهي ډبوي او سپکې سپورې ورته وايي.
دغه اعتراض کوونکي وايي، که حکومت دغې قضیې ته پام ونه کړي پراخ لاریونونه به وکړي.
د غزني والي انجینیر عبدالکریم متین وايي، له دې قضیې باخبره دی او د مخنیوي لهپاره یې چاره پيل کړې ده.
د هېواد پر لویولارو باج اخیستل کومه نوې پېښه نه ده. څو ورځې مخکې هم په پکتیکا ولایت کې په همدې دلیل اعتراض کوونکیو لاره تړلې وه چې له ځايي حکومت سره د قضیې قانوني حل په اړه هوکړې ته له رسېدو ورسته یې لار پرانیسته.





