د فراه د خاک سفید ولسوال په ماین چاودنه کې ووژل

د فراه ولایت د امنیه قومانداني وايي، چې د دې ولایت د خاک سفید ولسوال عبدالخالق خان نن سهارمهال د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د دې ولایت د امنیې قوماندان ویاند اقبال بایر وویل، چې د خاک سفید ولسوال نن سهارمهال د فراه ښار په چهارباغ سیمه کې د سهار د لمانځه له ادا کولو نه وروسته د خپل کور په لوري روان و، چې د ریموټ‌کنټرول بم په چاودنه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند همدارانګه وویل، چې ماین یې د کور په څنګ کې اېښودل شوی و.

په همدې حال کې طالب ویاند قاري یوسف احمدي د دې پېښې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې عبدالخالق یې د خپلو کسانو سره د یو ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې وژلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام