د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون رییسه سیما سمر وايي، په هېواد کې د سولې ټینګښت د هېواد والو له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل کېږي؛ ځکه چې له څلورو لسیزو را په دې خوا د جکړې او تاوتریخوالي شاهدان دي.
مېرمن سمر، چهارشنبه (د اپرېل په ۸ مه) "په افغانستان کې د بشرحقونو راتلونکی" تر سرلیک لاندې یوې ناستې کې په دې ټنګار وکړ، چې د افغانستان دولت دې د سولې په خبرو اترو کې له روڼتیا کار واخلي او د سولې ټولې خواوې له خلکو سره شريکې کړي.
سمر زیاتوي، کله چې خلک د سولې له بهیره ملاتړ ونه کړي او د شک په سترګه ورته و ګوري؛ قضیه په یو اړخیزه توګه خلاصیږي او نورې ستونزې راولاړوي.
مېرمن سمر زیاته کړه حکومت باید د سولې بهیر ته د خلکو باور راجلب کړي. د دې په وينا "په دې کې شک نه شته، چې افغانستان سولې ته اړتیا لري، خو د جګړې درول؛ د سولې د رامنځته کېدو په معنا نه ده"
د بشري حقونو کمېسیون رییسه وايي، ښځې د افغانستان نیمايي نفوس جوړوي او د دوی ګډون د سولې په پروسه کې اساسي مسله ده.
له بلې خوا عبدالله عبدالله چې په دې ناسته کې ګډون کړی و، وویل حکومت د افغانانو د ښاري حقوقو خوندي کولو ته ژمن دی او دې پایلې ته رسېدلی دی، چې د خلکو د حقونو د خونديتوب او عدالت پرته افغانستان سولې ته نه رسیږي.
عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې د افغانستان د خلکو لاسته رواړنې د دوی د سرښېندونو پایله ده او د سولې د ټنګښت له پاره د غه لاسته راوړنې په پام کې نه نیول، به خوب او خیال وي.
اجریه رییس ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د خلکو پر حقونو هیچېرې، په هيڅ ځای او د هيڅ فشار په اساس به پرې سوداګري ونه کړي.
د سولې د عالي شورا د دارلاانشاء رییس وايي "تر هغې چې جګړه ختمه نه شي؛ د بشر حقونو خوندیتوب امکان نه لري.
نوموړي زیاته کړه، چې مافیايي اقتصاد، د غیر مسولو وسله والو کسانو شتون، د قانون نه پلې کیدل او له و ړاندې پلان شوی تاوتریخوالي هغه څه دي، چې په افغانستان کې د بشر حقونه او سوله له خڼد سره مخ کړې ده.
معصوم ستانکزي زیاته کړه، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د ټولنې له بېلا بېلو قشرونه سره سلا مشورې کړي او پایلو یې دا ښودلې، چې د سولې لپاره یوه اډانه جوړه شي او د سولې په خبرو کې باید سور خط معلوم وي.
ستانکزي همدا ډول د ښځو د سلا مشور د یو بورډ د جوړېدو خبر ورکړ، چې دا بورډ به د سولې په هر پړاو (پیل، منځ او پای) کې له دوی سره سلا مشورې کوي.
څه وخت وړاندې اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي وو، چې د سولې خبرې اترې به له طالبانو سره ژر پیل شي، خو تر دې دمه د سولې خبرو اترو په اړه څه نه دي ویل شوي.





