د فاریاب کوهستان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالي قومي مشران او د سیمې اوسېدونکي وايي، چې له څلورو ورځو راهیسې لسګونو وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو له پاره د بندر او لولاش په سیمو بریدونه پیل کړي دي.

دغه خلک د کوهستان ولسوالۍ په اړه اندېښنه لري او وايي، چې که حکومت ورته پاملرنه ونه کړي دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاسته ورشي.

د کوهستان ولسوالۍ ولسي شورا رییس ډاکټر سعادت سلام وطندار ته وویل، چې په دغې ولسوالۍ له تېرو څلو ورځو راهیسې څو ډله ییز بریدونه وشول.

د یادې شورا رییس وايي، چې د مرستندویه ځواکونو د رالیږلو لپاره یې څو ځلې له مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه یې کوم اقدام نه دی کړی.

د یادې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي د نوم نه څرګندولو په شرط وویل، چې که د لولاش او بندر سیمې سقوط وکړي، د ګرزیوان، بلچراغ، المار او قیصار ولسوالیانې د طالبانو تر ګواښ لاندې راځي.

په ورته وخت کې د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې کوهستان ولسوالۍ ته د مرستندویو ځواکونو په لیږلو سره د ولسوالۍ د سقوط اندېښنې له منځه تللي دي.

د فاریاب ولایت سرپرست عبدالستار بارز سلام وطندار ته وویل، چې دمګړۍ امنیتي ځواکونه دهوا له لارې د ولسي پاڅونونو ملاتړ کوي.

بارز وايي، چې د نښتو په ترڅ کې تر دې مهاله پورې ۴ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

فاریاب د شمالي ولایتونو له ډلې ناامنه ولایت دی، چې په وروستیو څو میاشتو کې په پرلپسې توګه د طالبانو له لوري پرې بريدونه زیات شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام