د افغانستان فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان دې باید له دندې ګوښه شي.
دغه کسان ادعا کوي، چې امنیه قوماندان د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان د بډو نه ورکولو له امله له دندې لرې کړی دی.
لاریون کوونکو، چې شمېر یې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته رسیده، د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان نعمت الله طوفان یي په بې کیفایتۍ، ظلم او د سیمه ییزو پولیسو په واسطه له خلکو څخه د عشر او زکات په راټولو تورن کړ.
د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان نعمتالله طوفان، د لاریون کوونکو د ادعاوو د ردولو ترڅنګ وایي، چې دغه لاریونونه له شخصي دښمنیو سرچینه اخلي.
نوموړي زیاته کړه، چې د نذیر په نوم د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان یې له طالبانو سره د اړیکو، د خلکو د شکایتونو او د ولسوالۍ د ناامنه کولو له امله له دندې لرې کړی دی.
خو ددې ټولو سره په دولت اباد ولسوالۍ کې لاریون کوونکي له سیمه ییزو چارواکو غواړي، چې قوماندان نذیر بیرته وسله وال کړی.
هغوی همدا ډول خبرداری ورکوي، که چارواکي یې غوښتنې ونه منې، نو د میمنې – مزار او جوزجان ترمنځ غځېدلې لويې لارې به وتړي.