
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوي غړي وایي، دوی به ټولې هغه ستونزې چې د ټاکنو بهیر له خنډ سره مخ کوي، له منځه ویسي او د رڼو ټاکنو له پاره به ټولې هغه لایحې او طرز العملونه چې ستونزې په کې وي؛ د نوي قانون په رڼا کې اصلاح کړي.
د دې کمېسیون مشر نجیب الله احمدزي نن ورځ (دوشنبه) خبري غونډې ته وویل، د ټاکنو لومړی شرط امنیت دی او دوی به هڅه وکړي له امنیتي ځواکونو سره یو ځای د ټاکنو پروسه مخ ته یوسي او زیاته یې کړه، د ټاکنو د سمون په برخه کې د رایې ورکولو ۷ زره مرکزونه چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دي؛ وڅېړي او د ولس په خوښه بدلون په کې راولي.
احمدزي وویل، د رڼو ټاکنو ترسره کولو له پاره به د بې طرفۍ اصل غوره کړي. نجیب الله د ټاکنو په بهیر له کورنیو او بهرنیو څارونکو وغوښتل، چې خپل کار په سمه توګه پر مخ ویسي.
دی وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارې او د ټاکنو د ترسره کېدو محال وېش به له ټولو رسنیو سره شریک کړي.
همدا راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون عبدالبدي صیاد د دغه کمېسیون د ویاند په توګه معرفي کړل.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوي کمشنران تېره اونۍ د هغو کسانو له ډلې چې د غوراوي کمېټې له خوا ولسمشر ته ورپېژندل شوي وو، ۷ تنه د ټاکنو کمېسیون او ۵ نور یې د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون له پاره وټاکل شول.





