د غور چهارسده ولسوالۍ د سقوط په خطر کې

له ۵۰۰ زياتو وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر چهارسده ولسوالۍ برید کړی، چې د غور ولايت لوړ پوړو چارواکو په وينا اوسمهال دغه ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده.

سلګونه طالبانو څلور ورځې وړاندې تېره ورځ (۲۰۱۵ زېږدیز/ مې ۱۰) د غور پر چهارسدې ولسوالۍ برید وکړ، چې د دغه ولسوالۍ تر مرکزه پورې يې ځانونه رسولي دي.

د غور د والي ویاند عبدلحي خطيبي وايي، چې له جدي پاملرنې پرته دغه ولسوالۍ به د وسله والو طالبانو لاس ته ورشي.

د راپورونو پر بنسټ همدا اوس افغان امنيتي ځواکونه د چهارسدې ولسوالۍ په کلنيک سيمه کې د وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه بوخت دي.

خطيبي د دغې ولسوالۍ وضعيت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه، چې که کمکي ځواکونه ونه ورسيږي، نو د امنيتي ځواکونو د تلفاتو سره سره دغه ولسوالۍ به د طالبانو په ولکه کې وغورځيږي.

راپورونه وايي، چې دغه ولسوالۍ اوسمهال د طالبانو له لوري محاصره شوي.

د غور د والي ویاند وايي، چې طالبانو په دغو نښتو کې تلفات هم ورکړي او تر اوسه له ۶۰ زیات وژل شوي او ۲۰ تنه يې ټپيان دي.

هغه زياتوي، چې ډیری تلفات دوی ته د افغان ځواکونو په هوايي برید کې رسېدلي.

نوموړی وايي، چې د نښتې په لومړۍ ورځ کې د افغان ځواکونو دوه تنه وژل شوي او ۵ نور يې ټپيان وو.

د راپورونو پر بنسټ دغه طالبان د کندز، فارياب، بادغیس او غور ولايتونو څخه راټول شوي او په ډله ییز ډول يې پر دغه ولسوالۍ بریدونه کړي.

په همدې حال کې د غور ولايتي شورا مشر فضل الحق احسان سلام وطندار ته وویل، چې طالبان په دغه څلور ورځني نښته کې زيات تلفات ليدلي، خو اوس هم ولسوالۍ د طالبانو له لوري محاصره شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام