د غور ولایت یو شمېر مدني فعالانو او په ملي شورا کې د دغه ولایت استازو نن (پنج شنبه) په کابل کې د غور ولسي وګړو وژنه په کلکو ټکو وغندله او په دې برخه کې يې د حکومت د جدي څېړنې غوښتنه هم وکړله.
د غور وکیلان او مدني فعالان وايي، که حکومت د غور د خلکو امنیت ټينګښت ترڅنګ د پرونیو قربانیانو کورنیو ته قناعت ورنه کړي؛ دوی به له حکومت سره په بشپړه توګه پرېکون اعلان کړي.
تېره ورځ د داعشي وسله والو د غور ولایت مرکز فیروز کوه اړوند ۱۵ کیلومټرۍ کې ۳۰ ولسي خلک ووژل، ۱۱تنه یې ټپيان او ۶ يې له ځان سره یرغمل بوتلل.
وکیلانو داهم وویل، چې د خلکو امنیت ټينګښت او انډوله پراختیا د ټولو افغانانوحق دی، خو د غور خلک له دې محروم دي.
په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي کرام الدین رضا زاده په دې اړه وویل، حکومت باید د غور خلکو د امنیت ساتلو له پاره جدي اقدام وکړي.
دی وایي، د غور امنیتي حالت ته په کتو د دې ولایت د امنیتي ځواکونو تشکیلات کم دي.
په ولسي جرګه کې د دې ولایت بل استازي، ابراهیم ملک زاده وايي، حکومت باید د غور ولایت روغتیايي او امنیتي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
په غونډه کې د غور ولایت اوسېدونکی احمد سعدي بیا ګواښ وکړ، که حکومت د غور امنیت ټینګوالي ته د پاملرنې ترڅنګ په هغه ولایت کې د قربانیانو له کورنیو سره مرستې ونه کړي او د هغوی قناعت حاصل نه کړي؛ په حکومت او ملي شورا کې به دغور ټول استازي خپلې د ندې پرېږدي او د خپلو سیمو ساتلو په موخه به غورته ولاړشي.
بل خوا له غور ولایت څخه کابل ته راغلی یو ځوان وايي، چې وسله وال مخالفین له ولسي خلکو ملاتړ او نقدي پیسې غواړي.
دی وايي، په غور کې ولسي خلک په همدې "جرم" ووژل شول، چې له وسله والو مخالفینو یې ملاتړ نه کولو.
په ورته وخت کې په غور ولایت کې نن ورځ د قربانیانو کورنیو د جنازو خښولو په مراسمو کې د حکومت له مشرانو د داعشي او طالب وسله والو د ځپلو غوښتنه وکړه.دوی وویل، حکومت دې په محلي ادارو کې د دغو ډلو سره تړلي خلک وپېژني او نور دې دغو وسله والو ډلو ته د وحشت کولو مجال ورنه کړي.
په غور ولایت کې د وژل شویو ولسي خلکو د جنازو خښولو په مراسمو کې سلګونو خلکو ګډون کړی وو.
ولسي خلکو په یوه غږ له حکومت وغوښتل، چې د پېښې عاملينو داعشي وسله والو ته دې د خپل عمل سزا ورکړي.
د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي غفور له سلام وطندار سره په خبرو کې له حکومتي مسوولینو وغښتل، چې د مېرمنو، ماشومانو، کاریګرو، شپنو، مشرانو او د ولسي ځوانانو امنیت دې خوندي کړي.
د دغې پېښې ټول قرباني شوي جسدونه د فیروز کوه ښار عمومي سړک په غاړه د کاسي په نوم سیمه کې په یو ډله ییز قبر کې خښ کړل شول.
د قربانیانو کورنیو وویل، ځکه یې دغه جنازې د عمومي سړک په خوا کې خښې کړې، چې امنیتي مسوولین یې هره ورځ وګوري او د خلکو له مال او ځانه ساتنه وکړي.
په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، چې حکومت د دې پېښې د قاتلینو د نیولو په لټه کې دی.