د غور د پرونۍ پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی

له هغه وروسته چې په غور کې د اعتراض پر مهال ۵ کسان ووژل شول، د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې ویلي چې حکومت د یادې پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکلی دی.

دغې ادارې ویلي، د غور د ولایت مقام، ولایتي شورا، ملي امنیت ریاست، امنیې قومانداني، د عدلي او قضايي ادارو، د بشري حقونو کمېسیون د ولایتي دفتر، دیني عالمانو، ځوانانو او مدني ټولنې استازي د دغه پلاوي غړي دي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې له څېړنې وروسته به د پېښې عاملانو ته سزا ورکړل شي.

د غور ولایت سلګونو اوسېدونکو د شنبې په ورځ د یوې عربي موسسې له لوري د مرستو د ناعادلانه وېش له کبله د ولایت مقام مخې ته اعتراض وکړ چې بیا پر تاوتریخوالي واوښت.

عیني شاهدانو سلام‌وطندار ته ویلي، له هغه وروسته چې معترضان له پولیسو سره نښتي، هغوی پرې مخامخ ډزې کړي چې له کبله یې د یوه خبریال په ګډون ۵ کسان ووژل شول.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، یوشمېر نامسووله وسله‌والو له فرصت نه په ګټې اخیستو پر امنیتي ځواکونو ډزې کړي چې دوه پولیس په‌کې وژل شوي او لس نور ټپیان دي. نوموړی د امنیتي ځواکونو له لوري یوازې هوايي ډزې تاییدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام