د غور ترافیک له موټروالاوو او د سړک‌غاړې پلورونکيو باج اخلي

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار ځېنې اوسېدونکي او موټرچلوونکي د ترافیک‌پولیسو له باج اخېستنې سرټکوي.

دغه موټر چلوونکي وایي، سره له دې چې موټرې یې قانوني سندونه لري؛ خو ترافیک‌پولیس یې بې‌پاڼې جریمه کوي.

د فیروز کوه د سړک‌غاړیو پلورونکي هم وایي چې ترافیک‌پولیس ورسره ناوړه چلند کوي او په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخلي.

دوی له حکومته د دې بندو‌بارۍ د مخنیوي غوښتنه کوي.

د غور د ترافیکو مدیریت په دې اړه څه نه وایي؛ خو د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سیدضیا حسیني د موټرچلوونکیو او د سړک‌غاړيو پلورونکیو دعوه بې‌بنسټه بولي.

 د ده په خبره، کله چې موټروان له قانونه سرغړونه کوي؛ ترافیک‌پولیس مکلف دي چې قانوني جریمه ورکړي.

په همدې حال کې د غور موټرچلوونکي وایي چې د ترافیک‌پولیسو باج او ځورونې ترڅنګ طالبان هم ترې دغور – هرات پر لاره باج اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام