د غزني ۲۰ برمته شوي مسافرین پر یوې تښتېدلې نجلۍ تبادله شول

د جاغوري ـ غزني لارې ۲۰ مسافر له یوې نجلۍ سره چې له کوره تښتېدلې وه، تبادله شول.

دغه نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له کبله د خپل پلار له کور څخه تښتېدلې وه او د پولیسو پوستې ته پناه یوړه.

پولیسو دغه پیغله نجلۍ د جاغوري "اشیانه کمپ" ته وسپارله او دغه کمپ د دغې پیغلې له ساتلو ډډه کړې وه .

د نجلۍ کورنۍ د نجلۍ په بدل کې د جاغوري – غزني ۲۰ تنه مسافرین برمته کړل او بیا یې غرونو ته یوړل.

د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۳۱ مه) له شپږو موټرو ۲۰ مسافر کله چې له جاغوري ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز غزني ته په لاره وو؛ د قره باغ ولسوالۍ په دښته کې برمته شول.

د دغو کسانو په بدیل کې د نجلۍ کورنۍ د خپلې لور د بېرته راستنېدلو غوښتونکي وو.

د نجلۍ کورنۍ ته د هغې په سپارلو، ۲۰ برمته شوي وګړي، راخوشې شول.

خو تر اوسه معلومات نه دي رسنيز شوي، چې له نجلۍ سره یې کورنۍ څه کړي وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام