د غزني وکیلان: د حکومت د قانون ماتونې په اړه درېږو

په غزني کې د ټاکنو حوزه‌يي کېدل په ولسي جرګه کې د دې ولایت د اوسېدونکیو د استازو غبرګون سره مخ شو.

دوی په کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل، په غزني کې د ټاکنو حوزه‌يي کېدل د اساسي قانون نقض، تبعیضي پرېکړه او د ټولنیزو خنډونو رامنځته کېدو لامل ګرځي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي وویل، د ټاکنو حوزوي کېدو پر ځای باید د غزني ولایت جغرافیه په دوو برخو یو جاغوري ولایت بل هم په غزني ووېشل شي.

ښاغلی سجادي وايي، د غزني وګړیو حقوق نه باید د فردي او قبیلوي سیاستونو قرباني شي.

د غزني ولایت استازو د پرېکړه لیک په لوستو حکومت ته خبرداری ورکړ چې له ټولو ناقانونه او یو اړخیزو کړنو لاس واخلي. دوی وايي، حکومت دې اجازه نه‌ورکوي چې په غزني کې ټاکنې حوزوي شي؛ ځکه دا ملي پروسه ده او نه باید په ټاکنیزې ستونزې بدله شي.

په دې پرېکړه لیک کې د ټاکنو له کمېسیونه غوښتل شوي دي حکومت او اجرایوي بنسټونو ته اجازه ورنه‌کړي چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه وکړي او د کمېسیون باور ته زیان ورسوي.

تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې دوی د غزني ولایت د ټاکنو ستونزې حل او د خلکو شکایتونو ته د رسېدو په خاطر دغه ولایت په درېیو ټاکنیزو حوزو وېشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام