غزنی د اسلامي هېوادونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (آیسیسکو) له خوا په ۲۰۱۳ ز کال کې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه نومول شوی و.
د وروستیو جنګونو اوطبیعي پېښو له کبله د غزني ولایت لرغونې ودانۍ د ورانېدو له ګواښ سره مخ دي.
تاریخ څېړونکی غلام محمد رضا روان وايي، چې د غزني ولایت د ټولو لرغونو تاریخي ودانیو څخه یواځې په ده یک ولسوالۍ کې یوه تاریخي ودانۍ په نسبي ډول رغول شوې ده او نورو ته پاملرنه نه ده شوې.
روان زیاتوي، که د بیګم ګنبد، د امام سید حاجي او شهاب الدین مقبرو ته ژر تر ژره پاملرنه و نه شي له منځه ځي.
دی وايي، چې د دغو تاریخي ودانيو له منځه تلل، د ملت تاریخي هویت د له منځه تلو په معنا دي.
مدني فعال اسدالله جلالزی وايي، چې د غزني ولایت تاریخي لرغونو ودانیو د بیا رغولو له پاره غزنی د کلتوري پلازمېنې د نومولو په وخت ښه فرصت په لاس کې درلود، خو د ظرفیتونو نشتوالي له امله فرصت څخه یې استفاده ونه وکړ
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست محبوب الله رحماني وايي، چې اوسمهال د غزني په مرکز کې په تاریخي ابداتو تمرکز شوی او په لرو پرتو ولسوالیو کې د ناامنیو له امله کار ستونزمن دی.
رحماني وايي، چې په غزني ولایت کې ۱۸ لرغونې تاریخي ودانۍ د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
غزنی د لومړي ځل له پاره له میلاده پنځه نیمې پېړۍ وړاندې د کوروش کبیر امپراطور په وخت کې، چې د خامنشیانو پادشاه و، په تاریخ کې د مقاومت کلا په توګه ثبت شو.
دغه ولایت د سکندر مقدوني (له میلاده ۳۳۰ کلونه مخکې) د کوشاني پادشاه او د صفاریانو د یرغل پر مهال د کلک د فاعي سنګر په توګه تاریخ ثبت کړ.
د غزني ارګ، غزني منارې، سلطان مسعود غزنوي ماڼۍ، سبکتګین مقبره، سلطان محمود غزنوي مقبره، سنايي غزنوي مقبره، سردار تپه، پېروزي بڼ، زرو ونو بڼ او په سلګونو نورې سیمې د دغه ولایت له تاریخي لرغونو وداینو په توګه یادولی شو