طالبانو ۵۵ ملکیان تښتولي چې «بیا یې له حکومت سره تبادله کړي»

د میدان وردګ ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه ولایت له چک ولسوالي نه ۵۵ ملکیان برمته کړي دي.

د میدان وردګ ولایت والي مظفرالدین یمین د دغه خبر د پخلي ترڅنګ وايي چې برمته شوي کسان د چک ولسوالي اوسېدونکي دي او له دولت سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

یمین زیاته کړه، وسله‌وال طالبان غواړي دا کسان بېرته له افغان حکومت سره تبادله کړي. هغه له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره بې‌ګناه  ملکي وګړي خوشې کړي.

بله‌خوا د میدان وردګ ولایت د چک ولسوال فضل‌الحق حقمل سلام‌وطندار ته وویل چې نیول شوي کسان له دولت سره هېڅ اړیکه نه لري او په وینا یې، ډېری هغه یې د یادې ولسوالي ځوانان دي.

حقمل وايي، د قومي مشرانو له لارې یې څو ځله له وسله‌والو طالبانو نه د ملکي وګړو د خوشې کولو غوښتنه کړې، خو هغوی ورته په ځواب کې ویلي چې تښتول شوي کسان بېرته له حکومت سره تبادله کوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام