د لیکوال او شاعر عبدالقدیم پتیال په یاد د یو شمېر لیکوالو، فرهنګیانو او شاعرانو له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
دغه سیمینار د همدې ولایت د فرهنګیانو له خوا جوړ شوی، چې په کې د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل او کابل فرهنګیانو سر بېره د سویلي پښتونخوا نه فرهنګیان هم ګډون کړی و.
په دې سیمینار کې د ولسمشر غني او د اطلاعاتو او کولتور وزیر پيغامونه واورول شول.
د پتیال په یاد جوړ شوي سیمینار کې د کندهار سرپرست والي توریالي ویسا، د کابل پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر عبدالرزاق پالوال، لال پاچا ازمون او نورو ویناوالو په خپلو خبرو او لیکونو کې پتیال یو برلاسی شاعر او څېړونکی یاد کړ.
عبدالقدیم پتیال د ۲۰۱۴ په نومبر میاشت کې په کندهار پوهنتون کې دننه د نامعلومو کسانو له خوا په تومانچې په وویشتل شو.
نوموړی د کندهار د اطلاعاتو کلتور رييس او بیا د والي مرستیال وټاکل شو.
(انکار) شعري ټولګه، (پردېس بېنوا) څېړنيز اثر او (نتلي لیکوال) د وتلي فوکلوریسټ محمد ګل نوري په اړه لیکلی کتاب، د ده چاپي اثار دي.
د نوموړي په وخت کې یو شمېر ناچاپ او ګټور اثار هم خپاره شول، چې له جملې یې طلوع افغان تاریخي ورځپاڼه او د کندهار مجلې یادونه کولی شو.