د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې دغه شورا به په هېواد کې د بې کېفيته درملو د مخنيوي ترڅنګ خورا نورې روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په دې اړه کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دغه شورا کابینې تایید کړې ده او تر یو کال پورې به خپلې چارې د لنډ مهال له پاره وړاندې کوي او له یو کال وروسته به د اوږدې مودې له پاره دوام وکړي.
په طبي برخه کې د نامعیاري زده کړو او بې کیفیته درمل مخنیوی، د طبي اخلاقو په پام کې نیول، د روغتیايي اسانتیاوو برابرول، د خصوصي سکټور ملاتړ، د انډولیزو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او مسلکي طبي کارکوونکو ته پام کول د دې شورا له موخو ګڼل کېږي.
په همدې اړه د لوړو زده کړو وزیرې فریده مومند د یادې شورا په اړه وویل، چې په طبي برخه کې د معیارونو پلي کولو ته ښه فرصت او د ناروغ حقوق خوندیتوب له پاره ګټور بنسټیز کار دی.
مېرمن مومند مني، چې یو شمېرطبي پوهنتونونه ګڼې ستونزې لري؛ خو ټینګار کوي، چې د مرکز په ګډون یې یو شمېر ولایتونو ته پلاوي ګومارلي چې په طبي نصاب کې د پام وړ بدلون راولي.
د لوړو زده کړو وزیرې زیاته کړه، که چېرې وتوانیږو د قاضیانو او څارنوالانو یو ګروپ په طبي مسایلو کې و روزو او وکولای شو طبي مسایل په کره توګه وڅېړو په دې ډول به حق حقدارته وسپارل شي.
له بلې خوا د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل غوندې ته وویل، چې په روغتیايي برخه کې د کار قوانینو ته پام نه کېږي .
مېرمن اوریاخېل زیاتوي، چې په ډېرو ورغتونونو کې یو شمېر ډاکټران له ۱۸ ساعتونو ډېر کارکوي؛ چې په دې سره خلک ناخوښ او د ناروغ درملنه هم په سمه توګه نه شي کولای.
دغه طبي ملي شورا ۲۴ غړي لري، چې د عامې روغتیا، لوړو زده کړو، کورنیو چارو، ملي د فاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست سربېره د ملي شورا، بشري حقونو کمېسیون او ارګ استازي په کې شامل دي.