د عامې روغتیا وزارت سره د اروپايي ټولنې ۸ میلیوني مرستې

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي، چې اروپايي ټولنې ۸ میلیونه یورو دغه وزارت سره د رواني ناروغانو درملنې او د معیوبیونو ظرفیت لوړولو په برخه کې مرسته کړي دي.

فیروز وویل، ټاکل شوې ده، چې دوه نړیوالې موسسې به د ۳ کلونو په موده کې د اروپايي ټولنې مرستې تطبیقوي او د عامې روغتیا وزارت به په کې نظارتي رول لري.

د دغه وزارت چارواکو په خبره، شاوخوا ۳۰ سلنه افغانان په رواني ناروغیو او له ۵۰ سلنو زیات په رواني ستونزو اخته دي.

په هېواد کې د جګړو دوام، ناامني، نا سم اقتصاد د رواني ستونزو او ناروغیو لاملونه دي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، چې په هېواد کې د رواني ستونزو او ناروغانو د شمېر زیاتوالي ته په کتو د دوی امکانات او ظرفیتونه کم دي او زیاته کړه، چې د اروپايي ټولنې ۸ میلیونو یورو د مرستو له ډلې ۳ میلیونه یې د رواني درمنلې او په رواني برخه کې ۲۵۰ سلا کارانو په روزلو مصرف شي او پاتې ۵ میلیونه یورو به د روغتیايي حالت ښه کولو او د معیوبینو ظرفیت لوړو په برخه کې به مصرف شي.

دغه وزارت وايي، چې د رواني ناروغانو درمنلې په برخه کې کافي اندازه درمل لري، خو د رواني درملنې په برخه کې په کافي اندازه انساني ځواک نه لري.

د عامې روغتیا د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې ۲۱۰۰ روغتیايي مرکزونه موجود دي، چې یواځې د رواني درملنې په برخه کې ۲۰۰ سلا کار ډاکټران ناروغانو ته سلاوې ورکوي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام