د طالبانو مهم قومندان الزرقاوي په موسی کلا کې ووژل شو

راپورونه وايي، چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د الزرقاوي په نوم يو مهم قومندان د ۳۱ نورو طالبانو سره وژل شوی دی.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ملي اردو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې وروسته افغان ځواکونو په هېواد کې له مېشت بهرنيو ځواکونو د هوايي ځواک څخه مرسته وغوښته.

د نړېوالو ځواکونو د هوايي برید له امله په دغه ولسوالۍ کې د الزرقاوي په ګډون ۳۱ تنه وسله وال طالبان ووژل او شاوخوا ۳۰ تنه نور يې ټپيان شول.

دغه بريد، چې د موسی کلا ولسوالۍ په خټکي سيمه کې ترسره شو په کې د طالبانو نومول شوی ولسوال ملاطالب هم وژل شوی دی.

د ځواک په خبره، په دې برید کې ګڼې وسلې او جنګې مهمات هم له منځه وړل شوي او طالبان د جګړې له کرښې په شاه تنبول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه ولسوالۍ کې امنيتي ګواښونه زيات شوي او د ویرې او ترهې سيوری په کې حاکميت کوي.

ياده دې وي، چې په دې هکله تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام