د شندټوب پېغور او د مورکېدو هیله

له واده وروسته مې حمل وانه‌خیست. په لومړیو کې راته کورنۍ او خپلوانو توصیه وکړه چې ډاکټر ته لاړه شم او درملنه وکړم. خو وروسته دا نظر بدل شو. د ښځو د اخطلاطي موضوع‌ګانو بېلګه شوم، هره ورځ به راته کنایې او طعنې راکول کېدلې او هېڅوک مې ملاتړی نه و. حتا مېړه مې هم چې زه یې خپله معشوقه ګنلم او له ما سره یې مینه کوله. کله به چې د بې‌‌حمله‌ګۍ موضوع رامنځته شوه؛ ځان به یې شا ته کړ او راته به یې وویل: دا دې خپله ستونزه ده او باید حل یې کړې.

وارخطا او بې‌چاره شوې‌وم. د کور فضا له زغمه وتلې وه او د بې‌حمله‌ګۍ کلمه مې په غوږونو او روان ډېره بده لګېدله. څو کاله مې دا درد بې‌ځایه او بې ملامتیا تېر کړ. داسې ډاکټر به نه و پاتې چې یو ځلې نه وم ورغلې. هر ډول دارو ـ درمل مې وازمایل او د دوا او جادو تر کرښو ورسېدم. خو د حمل‌اخیستلو هېڅ نښه راکې پيدا نه‌شوه. د کورنۍ او خواږو د فشارونو سیوری مې پر مېړه هم خپور شو. مور و پلار یې له هغه وغوښتل چې بل واده وکړي. خو هغه هر ځل د سترګو لاندې ما ته په کتلو سره دا غوښتنه ردوله.

کلونه تېر شول او موږ د جنګ او وینو د تویېدا له امله ایران ته کډوال شو. د بې‌اولادۍ بحران هلته هم پرې‌نه‌ښودم او بلاخره مې پرېکړه وکړه چې د ایران یوې مجربې ډاکټرې ته لاړه شم. د ښځو د نسایي ولادي ډاکټرې له معاینې وروسته ډاډ راکړ چې په کامل ډول جوړه یې او مېړه دې باید د معایناتو له‌پاره روغتون ته راولې.

له مېړه سره مې خبرې وکړې. په لومړیو کې یې نه منله او یا یې نه غوښتل چې ستونزه په هغه کې ده. خو له معاینې جوته شوه، د هغې ستونزې له‌پاره چې په کلونو ـ کلونو یې له‌ امله کړېدلې وم او د ملامتیا پېټې مې په اوږو پروت و؛ سرچینه یې خاوند و.

د معاینې پایلې ناهیلې کړم. له ځانه مې کرکه راغلې وه، هېڅ باور مې نه‌کېد چې د ژوند ۱۵ کاله عمر مې په یو بې‌ځایه او بېهوده رنځ کې تېر کړی وي؛ د مېړه د ستونزې په اور کې وسوځېدم، ناحقه د هر چا د خبرو موضوع وم، بې له کوم دلیله د هر چا د خولې سرټکی وم. دا دی ۵ کاله وشول چې د اومیندوارۍ په موخه د خوړل شویو درملو له منفي اغېزو کړېږم.

دوه اولادونه لرم. څلور کاله مخکې مې هغه مهال د دوی سرپرستي په غاړه واخیستله چې خپل ښي او چپ یې نه پېژندل. اولادونه مې نه پوهېږي چې زه یې اصلي مور یم. هغوی له خپل ځانه ډېر راباندې ګران دي. هیله‌منه یم چې ښه تربیه شي، ځوانۍ ته ورسېږي، نوی کور نوی ژوند ولري، له خلکو، کورنۍ او په ځانګړي ډول له خپلو مېرمنو سره د احسان او نیکۍ چلند وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام