دا پېښه نن غرمه مهال د ننګرهار ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې پېښه شوېده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼي سلام وطندار ته وویل چې نن غرمه مهال څو نامعلومو وسلهوالو د پیر سید احمدګیلاني پر کور او زیات برید کړیدی.
د ښاغلي خوګیاڼي وینا، پهدې پېښه کې د دې زیارت دوه ساتونکي او مجاور وژل شوی او ۳ تنه نور ټپيان شويدي.
د ننګرهار د والي ویاند وايي چې وسلهوال کسان له سیمې تښتېدلي؛ خو دوی د نیولو هڅه پيل کړېده.
تر دې مهاله هېڅ وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسوولیت نهدی منلی.
خو ویل کېږي چې دا کار د داعشیانو له لوري شویدی.