ولسمشر محمداشرف غني نن په ارګ کې د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره له ترهګرو شبکو سره د پاکستان پر اړیکو او حرام اقتصاد باید جدي بحث وشي او تر څنګ یې باید د سولې خبرو اترو په روان بهیر کې شته ابهام روښانه شي.
د غني په وینا، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور د بحث وړ دی، خو له پاکستان سره د طالبانو اړیکې هم باید د نړیوالو بحثونو محور وګرځي.
ولسمشر غني وویل، افغان دولت له ټولو بهرنیو هېوادونو سره د نړیوالو معیارونو او قوانینو له مخې، اړیکې لري او پالي، خو له ترهګرو ډلو سره د ځینو هېوادونو اړیکې هم باید روښانه شي.
محمداشرف غني وايي، په داسې حال کې چې د سولې پروسه په دقیقه توګه پر مخ لاړه نهشي، د ناامنیو لمن پراخېږي.
ولسمشر غني په دې غونډه کې په ملي یووالي حکومت کې د ښځو د لاستهراوړنو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، په ملي یووالي حکومت کې په دولتي پوستونو د ښځو د ګومارنې په برخه کې چې کوم فکري خنډونه وو، له منځه تللي دي. د ولسمشر غني په وینا، په ملي یووالي حکومت کې ښځې سفارتونو او د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ ته رسېدلې دي.
خو د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند حنیف اتمر بیا د ولسمشر غني پر خلاف خوله خلاصه کړې او وایي، په تېرو پنځو کلونو کې ۱۵۰ زره افغانان چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي، وژل شوي او ټپیان دي.
اړوند مطالب:
غني طالبانو ته په خطاب: د نورو جنګ ته دیني ریښه پيداکول پېرودونکي نهلري
غني: زه شاه شجاع او یعقوبخان نه یم چې د هر تړون په پای کې لاسلیک وکړم
پاکستان ته د ولسمشر غني خبرداری
د اتمر په وینا، په قضایي بنسټونو کې فساد، په اوسني نظام کې د ښځو د ونډې کموالی او نامسوولانه حکومتولي پر ښځو بدې اغېزې کړې دي.
د حنیف اتمر په وینا، د ملي یووالي حکومت پخوانۍ پرانېستل شوې پروژې بیا ځلي پرانېزي چې دا د حکومت له لوري د عوامو د تېر ایستلو ښکارندويي کوي.