د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، له طالبانو سره د سولې هوکړهلیک به د روانې فبروري میاشتې په ۲۹مه چې د کب میاشتې له لسمې نېټې سره برابره ده، لاسلیک کړي.
نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تاوتریخوالي کمول د افغانانو لپاره یو ښه فرصت دی چې ګټه ترې واخلي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، د امریکا متحده ایالات له لسیزو جګړو وروسته بالاخره بریالي شول چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا ویلي چې نن شپه ۱۲ بجې به په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې خبرو اترو د بریا لپاره د تاوتریخوالي کمولو پړاو پیل او اووه ورځې به دوام وکړي.
اړوند مطالب:
د تاوتریخوالي کمولو پړاو نن شپه ۱۲ بجې پیلېږي