د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د پخوانيو کارکوونکيو دوسيه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شوه

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند سمیر رسا سلام‌وطندار ته وويل، وروسته له هغې چې د ياد وزارت مسوولانو د د دې وزارت د پخوانيو کارکوونکيو پيغامونه ته لاس‌رسی پيدا کړ، ټول شواهد او اسنادونه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل.

د نوموړي په وينا، د دې وزارت پخواني کارکوونکي د يادې ادارې د رازونو په خپرولو، توطيې او شخصيت وژنې باندې تورن دي چې په ټولنيزو رسنيو کې يې ويډيوګانې خپرولې.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت پخواني کارکوونکي او د ټولنيزو شبکو کاروونکي د خصوصي پيغامونو خپرول پر خصوصي حريم تېری ګڼي؛ خو د ياد وزارت وياند سمير رسا وايي چې د دوی خصوصي پيغامونه يې له ټولنيزو شبکو پيدا کړي چې دا په هېڅ حال سايبري جرم نه دی.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست اجمل احمدي يوه اوونۍ وړاندې پر خپله ټوېټر پاڼه د دې وزارت د پخوانيو کارکوونکيو  انځورونه خپاره کړل او هغوی يې د دې وزارت پر ضد پر توطيې تورن کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام